کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دملتيار د شعري بڼ سېل

دملتيار د شعري بڼ سېل

دپښتو دشعرهم عجبه طالع دی،دبزم دومره قوت ندی وربخښلی لکه درزم په قوت چي يې له سره ايستلی دی. دبزم حخه محروميت دده تدبيرندی. بلکه درزم غني ونډه تقديرورسپارلې ده . هغه داسي چي دنړۍ په جغرافيايي موقيعت کي يي پښتون پرداسي سيمه مېشت کړی دی چي په ناز خوداسيازړه ، لاکن په نصيب دنارامۍ بېلګه-دنړۍ دجهانګيرۍ هرشوم هوس دغه نازدانه څارلې ،هرخيرن نظروراوښتی اوهرتاړاکچي دخپلولښکروپه بدرګه دخپلواسانوناترسي، سوې ددغه خاوري پرنازک تندي ايښي دي-ځکه خوموږوينو چي تراوسه لاس ته راغلي دپښتودمنظم لومړي شعر مالګه هم دخپل وجود دبقا په تروښت تروه ده- چي دغوردمندېش دخپل وخت څه چي دنړۍ دانسان نوغي (( کروړ )) زمزمه کړی.


زه يم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته


پرهند وسندو پرتخارو پرکابل نسته


بل پرزابل نسته ، له مااتل نسته


څه پېښه وه چي ديار دتوروسترګوسروشونډانو اوپستې غيږي دوصال دخوندورو ساعتونو ديادولو پرځای امير کروړ دنړۍ داتلوالي توره پورته کړې وه ؟


دغه بهيردسونو کلونوديون وروسته موږبېرته ديوشتمني پېړۍ ترتنکي شاعر ملتياره رارسوي ،چی تراوسه لا دخپل وران هېواد په دښتو اوکوڅو کښي ((دبېلتانه ازان )) ازانګې خپروي – نه پو هېږم چي دادپښتانه دفطرت تقاضاده ،که ددې پښتنې خاوري نصيبه ده ، چي له هغه دمه تردې دمه يې وجود په رېږداخته دی . دجبرسره ډغره دريشتيا په لور خوځښت اودبقادکاروان درانه پلونه، که دازادۍ دليلا پلو چي يوې خواته يې دسرتورولو پيلامې جوړي، اودجمال په ننداروکښي دډوبېدلو ارمانونه تنکۍ سلګۍ وهي – زماپه فکردښه شعر دپاره خپل روح وتن وي . هغه روح وتن يې فکري معنوي اوهنري ښکلاوي – دځينوشاعرانوکلام معنوي اوفکري پسول خو لري لاکن هنري ښېګڼي يې لږوي خوځيني بيابس هنر –هنر وي فکري اومعنوي ښېګڼي نه لري، ځکه نودراتلونکو وختو دقبوليت څخه شوم پاته شي . په داغه خودادب برايي ادب اوادب برايي زندګي اوږد بحث وځېږېدی – نوکه په شعر کښي دغه دواړه لازمي عناصريعني فکري اوهنري ارزښت پيداشي زما په اندمشکل به حل شي بيابه په شعرکښي دادب ښکلا هم وي اودژوندرمزهم .


ملتيارډېر بختورګڼم چي په شعرکښي يي روح وتن دواړه يعني معنوي اوهنري ښکلا وي دواړي موجودي دي . لومړی به دده دشعر دفکري بڼ سيل وکړو چي زه يې په خپل شخصي انددشعرروح ګڼم. بيابه دده دشعر هنري بڼ ته سر ورښکاره کړو. زموږ دغه ځوان شاعر


. په يوه داسي زمان اومکان کښي سترګي روڼي کړي دي چيري چي دوطن غرونه رغونه لولپه سوي دي ، بارودي خزان دخپل اوج وبهارته رسېدلی دی، راځی وګورو-


دمودوهسک افتخار مي پکي سو ځي


يوه سره تنده لمبه ده او ته نه يې


جها ن خو ره اژ د ها د ه دلته لنګه


د وحشت ډکه کو څه ده او ته نه يې


ماښامونه مي پردي په ستورو لمانځي


زما د وصل ډيوه مړه ده او ته نه يې



اه ! په څنګه ورځو شپو کي راله راغلې،درنه ځارشم


زماها ښکلی کورګی وسو،نيالي نشته بالښت نشته



شاعرښه پوهيږي چي داهرڅه دپردودپاره دپردو دلاسه ، خوزماپرخپله خاوره روان دي:


زه لېونی به ورته څڼي څوترڅوغورځوم


پردۍ سرناپردۍ ډلو مي زړه ته لاره کړې



هېواده بيا دسکندرغوندي سبق ورکوې


پردی فريادي نن له هرغازي ګړنګه راځي


ملتياردخپل زړه په شپېلۍدوران ويجاړ وطن ويرنه خوراپه ارمان ږغولې، خومخامخ هيڅ نه وايي، ديوتکړه انځورګرپه څېريې خورا په زير و زور دغه زير وبم ږغولی-


نه ږغ شوم د مېړاني ، نه يو مسته ولوله شوم


يو چيغه شوم دماتي، نن ميدان راپوري وخندل


مهال دهاوصال د حصار،داسي وران ويجاړ شوم


په کړک –کړک د مغلو جوړتالان راپوري وخندل


دخپلي ميني دانګړ بربا دي دوصال دشپو دخوندونو، دفراق په ترخودبدلېدلو لامل،غليم رقيب بولي، اووايي چي داهرڅه دده دلاسه را پېښ دي –


لاکن باوري دی چي غليم به خامخا مختوری کېږي . دی په ډېر همت دغليم په سترګو کښي سترګي وراچوي، په پښتني عزم اوهمت ورسره مخامخ سر په سنګ وهي-


که ملتيارته هرڅو راوړې،دروغجن وېاړونه


غليمه بخته ،تامي توره تا مي سپر وژلی



ښه دي پېژنو رقيبه ، چي قاتل مودهوس يې


مجبوري ده ،ټيټي سترګي په سلام درسره ګرځو


خپل کنډر ته اوښکي توی کړو،که ونوروکنډروته


پر عراق در سره ګرځو، پر ويټنام در سره ګرځو



دهء! رقيب مي نن شپېلۍ،داسرافېل لاس ته راوړې


په يوه پوکي چي زما دعشق دنيا راځيني ا خلي



د ازل لاس مي پېچلی ، ورته ګوره ملتياره


دپېړيو کلک رقيب مي نن په ډار وينې که نه



رقيبه واه! واه ! دادي بيا په څه هنر وژلی


دميني رنګ دي نن په زور اوکه په زروژلی



کله به غاړي درقيب ددې، فريبونو پرې کړم


د فکر تېغ مي هم سهار اوهم ماښام تېروم


پودی چي هرڅه وي خودغيرت اوهمت لمن به دلاس نه ورکو ي-


ستاتردرشله به زه کوم-کوم پل صراط پای کوم


هسي خپل تريخ دوږخي عمر پردې لار تېر وم


وايي چي نن که هرڅو حالاتو راشکېل کړی يم خو يو وخت مي دننګ اوبرم هم وو-


هغه ننګ مي زولا نه شو،چي به هسکه غاړه تلمه


داهم وخت دی چي نن زه په غاړه پړی درته راغلم


ددې هرڅه باوجود دغيرت مېړاني اسلوب په مينه کښي روح بولي.


دخليل له خاورو جوړ يم، اې نمرود-نمرودښايسته


ا زمويلی دي هراور يم، په اورونو کي مي نغا ړ ه


که دغه هرڅه نمرودي اورونو کور ورسوځولی دی،خودېوالونه يې ورپاخه کړي دي-شاعرکه دمايوسۍ کندي ته وغورځېدی قام اوملت يې دبربادۍ اونېستۍ سره مخ کېږي.


اوبياچي شاعرملتيارلاهم وي. ښايي چي ددغه الهي زيرمي چي (لاتقنطو من رحمت الله)۰په مصداق وکړېدلواوځوکلېدلوته پرټپونوداميدمرهم هم ورايږدي. په زاهدانه اونامي نانه اندازنه په شاعرانه اومسيحانه انداز-


څواميد-اميدخواستونه ملتياردرسره مله کړو


هيڅ بريا مو نصيب نده تل ناکام درسره ګرځو



اوس نوراشه څوشېبې مي سرته کښېنه اوښکي توی کړه


نن د خيا ل پر جنا ز ه د ا ميد مړ ی د ر ته را غلم



زماداميدرويبارته تل وايي بس داسي نګار


چي د ا نا خو ا لي به مدام پرملتيار تېر و م



ستاپردرشل چي يې سلګۍ وروستۍ-وروستۍ وهلې


هغه نيمذ ا لو ا ميد و مي ز ړ ه ته لار ه کړ ې



ا غيار ه ته دي داپېغور در سره ياد لره لږ


چي زما اولس به هم اخرستړی له جنګه راځي



هسي نه چي زه يوشعريم ،له يوغمه ځېږېدلی


ملتياره يوټکوريم،په در دونوکښي مي نغاړه


داميدډيوه په لاس کښي په برياليتوب دجانان ترکوره ډيرپه حوصله ډيرپه مېړانه خومستقل مزاجي ځان رسول غواړي ،که څه هم دستوروپه ګام روان دی،خوروان دی مخ په وړاندي يوډول ګړنګونه يې هم مخه نشي نيولای . دادملت دسباوون هغه منزل دی چي مزل يې له سوونوکلونوراپيل سوی دی لادوام لري.حوصله غواړي عزم بالکل نه دی پکار


د لمرين جانان ترکوره موږ دستوروپه قدم ځو


ته دشپې غوندي راګوره موږدستوروپه قدم ځو


تا د جبر په شېبو کي څه نا ترسي تعنې راکړې


نن چي وزو له پېغوره موږدستوروپه قدم ځو


کله چي موږدملتيار دشعروهنري بڼ ته قدم اخلونوسمدستي مودده خوندوري مطلعې پاملرنه جلبوي . داسي جاليبي مطلعې چي سړی دبشپړي غزلي لوستلوته ګماري- دومره چسپي رواني اودمعني ډکي چي سړی ودې ته وتوسيږي چي ته ودرېږه چي پرمخ لاڅه وايي. په هنري توګه دادشعرلوی کمال دی چي خپل لوستونکي په خپلوروانومطلعوسره دغزلو لوستلوته راوګماري


د حا لا تو په هر درنګ کي ستا يا دونه راته ژاړي


نن دتوراولچک په شرنګ کي ستايادونه راته ژاړي



دسپوږمۍ غوندي مي اوسې،دخيالونو په اسمان کي


ما له ځانه سره يو سې ، د خيا لو نو په اسمان کي



شوم اوښکه بې اثره خپل ګريوان راپوري وخندل


واه! څنګه نندااره شوم چي جانان راپوري وخندل


اسمانه ستاغېږ کي که بياسپينه سپوږمۍ پرته ده


زه هم تنها نه يم پر شونډو مي سلګۍ پرته ده


واه! عجب ښکلی محفل دی،دساقي په لاس کي جام دی


دخلوت سکوت معطل دی ، هر زاهدخيام- خيام دی


ترخيام-خيام شاعرانه ترکيب پوري خمريات زموږدشرقي شعريوه لويه پېژندګلوي ده،دعرفان می خمار-ساقي-شنه جامونه-ميخانه-ميفروش داهرڅه هرڅه زموږدشرقي ادبياتوپه شعرکي لويه برخه لري ،که څه هم هغه دشرق هره ژبه وي خوخمريات ځان ته پکي برخه لري! ملتيار هم دساقي سره شناخته دی هم دميخانې لاري ورمعلومي دي هم دجامونوسره بلد دی


هو! زه داسي چولاوه يم ، چي دجام پرځای خم غواړم


ډېرمي څښلي تريخ زول دي،بل ساقي راته رام-رام دی



چي دخم تروروستي ټونګه مي څښلي ندي نه ځم


ډک جامونه چي مي تش ټول کړنګولي ندي نه ځم



درته راستون بېرته خمارسو اوس به څه کوې اه!


زړګيه تېردي دجام وارسواوس به څه کو ې اه!


دشعردهنري ښکلادپاره شاعرانه تراکيب ډېراړين وي . ملتيارښه-ښه شاعرانه تراکيب پنځولي اوکارکړي دي- دستوروپه قدم،په تکل دميني،درڼاپه قدم،لمرين عزم،دتروږمۍ بدرنګ لاسونه،ناترسي تعنې،دتوراولچک شرنګ،سنبل وږمه،دمانيزفکرټال،دورکي لاري يون،دهجراجل،دوجودنيمذال اميد،دتورپېکي اولچک،خلاصي تڼۍ،داړپ شعار اوداسي نورډېر ! خلاصي تڼۍ کوږ-کوږتګ دکندهارخانګړې پايلوچي اصطلاح


دروازې ته چي په جارنن،ديارخلاصي تڼۍ ځمه


رقيبان دي غلي-غلي ، ته خبريې او که نه يې


داړپ شعاربېخي نوی ترکيب دی چي ډېرخوندوريې کارکړی دی:


د ا ړپ شعار ور څخه ، دې رنځورکلي ته راغلی


دغضب لاس مي پرخوله ږدي،واويلا راځيني اخلي


په مينه کښي دحمزه خبره


ما کوز ورته لېمه کړه خوزماسرنه ټيټېده


شاهدچي په الفت کښي هم افغان پاته کېدم


ملتيارهم ديارسره دحساب قايل دی،مينه به کووخودعاشق وحال ته به هم ګورې:


تايوه اوښکه زمادژوند وتار يکوته ډيوه نکړه


ماخپل ځان لوګی لوګی کړ،په لمبودرسره ژاړم


کله- کله خودخپل اظهار په پيرايه کښي کمال ته ورسيږي خپل پټ احساس داسي بربنډ کړي چي په پټه خوله يې وبيان ته اړتيا لانسي پاته


د رباب ترنګ شم ، په يوه چيغه زاره وچوم


افسوس ويلای نورڅه نه شم،دهنرڅښتن ته


بې روحه بت يم ورانوي مي نن خليل تصور


دبېوسۍ فريادمي نه ځي ، وازر څښتن ته


رواني نوي معاصري سياسي اصطلاوي دميني په رنګ ډېرپه هنررنګوي :


مخ دي راچوغ کړه چي دي شونډي لږ په بېړه ښکل کړم


د منکر ا تو را ر و ا نه ها ګز مه د ه ګو ر ه


دشاعرانه تعلی سره هم مخامخ شوی دی ولي به نه وي اخرشاعردی که نه


:دوختونو په مدار کي، ځکه لمريم ملتياره


دغه ستوري په تياروکي تل ځلا راځيني اخلي


اوبياداسي شاعرچي په خپلوعنعنو وېاړکوي اوپه پنجاب کښي هم خپل پټکي فخربولي


دپنجاب حوري ګوره تاته پکي څنګه ښکارم


دغه پټکی دغه څادر مي عنعنه ده ګوره


ملتيارنه يوازي چي پوخ شعرليکي ،بلکه پرشعري اصنافوهم بشپړ عبورلري .دبيلګي په توګه دده داذوالقافيتين غزل:


د يارحسنه جادوګريې، له کتوسره مي وړې


واه ! عجبه اودګريې،له دردوسره مي وړې


دلطيف احساس څښتن زموږدغه شاعردهنري ښکلاپه ناز نازېدلی دی،دغه غرڅنی پښتون د ډېرنرم زړګي نرمي نګاه اوډيري نرمي ويناڅښتن شي ځکه چي محبوبه يې ډېره نرمه اوله الهامه ډکه ده


هم غزل شې هم سندره هم مست ترنګ دربابونو


هم الهام دنيموشپوسې،دخيالونوپه اسمان کي


شاعريواځي دداخلي کيفياتوښکارندی چي تش دتصوراتو په دنيا کښي ډوب ددنيااومافيهاڅخه بې خبره دمرګي کندي ته ورروان دی .ياپه بله معنا مرګ ته پايي. بلکه دخارجي حالاتو اغېزه هم دده پرنازک احساس ډېرجورخاپونه ايښي دي.ويوې خواته دګلوبل ويلج نړۍوال غومبر،وبلي خواته دده پښتني ننګ: نه ږغ شوم دمېړ ا ني، نه يو مسته و لوله شوم


يوچيغه شوم دماتي، نن ميدان را پوري وخندل


کلام يې کله-کله دومره زورورشي چي ناهيلي لوستونکي او اورېدونکي هم دمايوسۍ په تياروکښي داميدروڼ سباوون ته اماده کړي ،ديقين ترټاک يې ورواړوي يوداسي روح پکي پوکړي چي دباور اوايمان ترسجدې يې ورسوي


دفراق ځنځيرماتيږي ، په محفل کي شرنګاشرنګ دی


چي وی – وی په واه! بدل دی،دې هوس ته مي سلام دی


دساقي په ښکلي لاس کي،نن پېاله سپوږمۍ سپوږمۍ ده


د ا د هجر لوی اجل دی ، دا د و صل لوی پيغام دی


ملتيار په رشتياسره دشعرپه هنري يون کښي دومره ګړندي ګامونه پورته کړي دي ،چي سړی يې وستاينه ته مجبورشي. شعريې دمره پسوللی چي دنازکوتشبهاتوسره-سره يې خوندور تلميحات هم دخپل شعرپيرايه ته سپارلي دي. داديوښه شاعر دښه شعر دپاره ډېره اړينه وي ،ځکه چي دنظم اونثر توپير هم په دا شي کيږياودښه شعراوکمزوري شعرپېژندګلوي خوهم په دغه هنر جوتيږي،چي جاڅومره مراعت کړې ده! لږځيرشی دملتيارځينوشعري تلميحاتوته:


په دې څار اوانتظاريم ،چي به کوم مومن خان راشي


زما دميني خو را سان ته،چي راغلی تورښاماردی


دتلميحاتوسره-سره دملتيار په شعرکښي دمنظرکشی ښکلی انځورهم خوراپه مهارت کارشوی،چي دده دپياوړي شاعرانه قريحې انځور تمثلوي:


چي اخستې دي ټپه وه ،دهاپاس غره په لمن کي


درته غوږ هغه شېبه و م ، تا ليدم که نه ليد م


يوه کيږدۍ وه،يوه شپونکۍ وه،يوه رمه دتاندووريو


د ر ته ناست يوه غرمه و م ، تا ليد م که نه ليد م


شاعردهرډول تعصب کرکي نفرت اوتوپير څخه بې نيازه وي.هغه دعبدالقادرخان خټک خبره ده


له حسد اوکين په هسي رنګه خلاص يم


عا ر را ځي چي له شيطانه کين لرم


دلته شاعردشعرهنري هنداره راخستې وخپل ملت ته دهغه ختيره خوراپه استادانه اوانتقادانه ډول ورښکاره کوي :


دادعادي ده بې ګټي، هسي خواست دسپرلي مکړه


دلته کرکه کرل کيږي ، پردې مځکه بل کښت نسته



دغه ښارونه په طلسم دعنادو ،تړلي


هغه بلادوهشتونو لاژوندۍ پرته ده


دزاهداو رند بدي – ملتيار هم پردغه بل اورتېل اچو لي


ر ډ ګوره زاهده ، د صنم په غېږ کي پروت يم


بيايومست خماردجام دجم په غېږګي پروت يم:


کړپ ستا د تسپو ، زما پرجنون هيڅ اثرنکړي


شرنګ دزولنويم ، دماتم په غېږ کي پروت يم


دعشق دبې پايانه لاري پای چاندی پای کړی .خوشال خان خټک وايي :


شهسواردتخيل شو زماستړی


بې پايانه بيابان دی ستاصفت


ملتيارهم دغه اعتراف په زهره چاودي انداز کوي :


د ملتيار دخيال نيلی که هرڅو وځغلېدی


خوستاپه فکرکي له عقله دېوانه پرېواتی


دملتياردغزل سره-سره نظمونه هم خوراښکلي اوخوندوردي.دنوروترڅنګ دانځورپه ژبه چي په سويډن کښي يې مېشت پښتوپال افغان حبيب کامران صېب ته ويلی په زړه پوري دی


په مست هلمند کي دي بهيږي اوس غمجني اوښکی


پر هر ه ژ به د څپو يې فر يا د و نه پر ا ته


ګو نګه بورا په ورټ -ورټ ژاړي ،پټ له ځانه سره


په هر ګلبڼ کښي پا ڼي- پاڼي سره ګلونه پرا ته


په دغه نظم کي يې نه يواځي وګران اشنای ته دپردودلاسه دټوک- ټوک تيکه – تيکه ، زخمي زخمي وطن حال ورښوولی ، بلکه دخپل اولس پړې يې هم ورښوولي چی فکري اوتمدني سويه يې څومره لوېدلې.


چي تر قد م ستا د بابا وو داسونو لاندي


له هغه خاوري اوس راالوزي لمسون بادونه


هر تمدن مي د شعو رله ښاره کوچ کړی دی


دژوندبېړۍ مي ځنګوي دغه مجنون بادونه


د ملتياردي پرقلم اوفکرنورهم برکت شي !!



ډاکټرعبدالروف رفيقي -کاسي واټ کوټه


 2009/4 /1