دا چې په افغانستان کې یو ځل بیا د وسله واکۍ او ځورواکۍ کچه مخ په ټیټیدو ده او د بلي خوا قومې او سنتې ټولنیزې او اداری چاري هم د وخت په غوښتنه کرار کرار مخ په مدرن کیدو دی، یعنی په کلیو کې د قومې ویش اوملک الطوايفې سیستمونو پر ځای کلیوالې شورګانې رامنځ ته شوې او د کلیوالې شوراګانو څخه پورته ولایتې شورګانې او ملي شورا یا ولسې جرګه چې په خپل ترتيب سره د دې هیواد د ولسونو د نمانيدګانو څخه په مستقیمه توګه جوړی شوې رامنځته شوې دی. دغه راز مدنې او کلتورې ټولنې هم جوړی شوې، نو د دې اړتیا هم لیدل کيږی چی په هیواد کې دې مشروع سیاسې ګوندونه لا پسې جوړ شئ.
مخکې تر دې چې د سیاسې ګوندونو د ارزښتونو او ښګيڼو په اړه د قدرمنو هیوادوالو سره خپل نظر شریک کړم، غواړم چې د سیاسې ګوندونو په هکله زمونږ دهیوادوالو برداشت او نظر ته یوه لنډه کتنه وکړم. په هیواد کې د تیرو څو لسیزو ناخوالو ته په پام سره زمونږ د هیواد ډیر وګړې په دې اند دی چې دا ټولي بد بختۍ په هیواد کې د سیاسې ګوندونو او تنظیمونو د شتون په پایله کې رامنځ ته شوې دي. مثلاٌ خلک وایې که چیري خلق او پرچم ګوندونو د دې هیواد جمهوری نظام نه وای ړنګ کړې او د داود خان په څیر په هیواد او ولس مين ملي شخصیت یې په شهادت نه وای رسولې، نو دا یودیرش کاله به زمونږ غریب او فقیر ملت د اور په لمبو نه سوزیده، او د هیواد د سمسورتیا لپاره به د شهید ولسمشر داود خان ټول پرمختیایې پلانونه عملې شوي وای، ټولې دولتې اداری به مو په علمې کدرنو سمبالې وای او دومره میندې به بوری نه وای، دومره خويندې به کنډې نه وای، دومره کوچنیان به بی پلاره شوي نه وای، دومره وګړې به مایوبه او مالوله نه وای، او دا دومره هیوادوال به په پردیو هیوادونو کې د کډوالۍ ( مهاجرت) په ژوند کې خوار او زار نه واې او لنډه داچې په هیواد کې دا ټولې بدبختۍ او تیارې به نه وای.
دغه راز که په افغانستان باندې د روسانو د يرغل په مهال په پاکستان کې د یو څخه زیات جهادې تنظیمونه د روسانو د راپرزولو په موخه نه وو جوړ شوې، نو د جهاد د بریالیتوب څخه وروسته به دافغانانو ترمنځ خپل منځې جنګونه هیڅ نه وای پیښ شوې، په کابل او د هیواد په نورو سيمو کې به د بی ګناه هیوادوالو پاکې وينې هیڅ نه وای توی شوي او دغه راز د جهاد ثمرې به د خاورو سره نه خاوری کیدلای. زه په دې آند یم چې د پورته ذکر شویو سیاسې ګوندونو ډیرو غړو شاید نه غوښتل چې داسې پیښې دې وشي چې په ستونزو کې یې دوی اوس پخپله هم راښکیل دی. دوي شاید د پردیو په لاس وهنه دې ته اړ وو چې داسې غیر ارادی کارونه ترسره کړی چې د سر په تاوان ورته تمام شول.
په هر حال او لکه د نړۍ په پرمختللو ولسواکه هيوادونو کې چې ليدل کيږې، باید ووایم چې سیاسې ګوندونه وسلوال نه وې، سیاسې ګوندونه په پردیو خرڅ شوي نه وې، سیاسې ګوندونه تل د هیواد او ملت د پرمختګ لپاره روښانه تګلاري لری، سیاسې ګوندونه د پیسو ګټلو د وسیلې په توګه نه استعمالیږې، سیاسې ګوندونه شخصې نه بلکې ملي وې، غیر حاکم سیاسې ګوندونه د حاکم سیاسې ګوندونو سره اوږه په اوږه د یوه سالم اپوزیسون په ترڅ کې د هیواد د خپلواکۍ، ملي ګټو، مذهبې او کلتورې ارزښتونو د ساتلو په موخه کار کوي. لنډه دا چې سیاسې ګوندونه د ملت په اراده مخ ته روان وي او د هیواد د پرمختیا او ملت د سوکالۍ لپاره په صادقانه توګه کار کوي او د هیواد د مځکنې بشپړتیا څخه په کلکه دفاع کوي.
دا چې د سیاسې ګوندونو جوړول د هر خپلواک او ولسواک هیواد د وګړو سیاسې حق دی، او دا چې د سیاسې ګوندونو جوړول په افغانستان کې د وخت ضرورت دی، نو زه په افغانستان کې د ټولو سیاسې ګوندونو دمشرتابه څخه او په ځانګړی توګه دهغو ګوندونو د مشرتابه څخه چې نوي رامنځ ته کیږې په درنښت هیله کوم چې دخپلو ګوندونو په بنسټیزو تګلارو او کړنلارو کې دې پورته ذکرشویو او ورته معیارونو ته په ټينګه سره پاملرنه وکړي او که نه نو پایلې به یې ښې نه وې. همدا رنګه ځوانان کولای شې چې د زړو سیاسې ګوندونو د برياوو او نیمګړتیاوو څخه په ګټه اخستلو سره نوي سیاسې ګوندونه رامنځته کړي او د دې ګوندونو د پرمختګ لپاره دې لیکلې تګلاري او ګړنلاري ولري او داهدافو د لاسته راوړلو لپاره دې لنډمهاله او اوږودمهاله ستراتیژیګانې، اداری تشکیلات او پیاوړي کارې ځواک ولري. د اداری چارو د لګښت لپاره دې د پردیو څخه مالي مرسته نه غواړی او دا ډول لګښتونه دې د حق العضویت په سیستم او د وړو سوداګریزو پروژو د تطبیق څخه لاسته راوړی تر څو د پردیو د غلامۍ په دام کې راښکیل نشې.
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور