د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسون د جمعې په ماځيګر اعلان وكړ، چي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د نوم ليكني پړاو بشپړ سو.
د نوم ليكني پروسه د ثور پر پنځمه پيل سوې وه چي د جمعې په ورځ د ثور پر ۱۸ نېټه په رسمي توګه پاى ته ورسېده.
د انتخاباتو د خپلواك كمېسون وياند رسنيو ته وويل چي د ولسمشرۍ دپاره يې ۴۲ كسان ورسره راجسټر كړي دي او ښايي دا شمېره ۴۷ تنو ته ورسېږي، ځكه چي د پنځو وروستيو كسانو اسناد لا تر اوسه بشپړ سوي نه دي.
د جمهوري رياست انتخابات چي ټاكل سوې ده د روان كال د زمري د مياشتي پر ۲۹ – مه نېټه ترسره سي اوسني ولسمشر حامد كرزي، ډاكټر اشرف غني احمدزي، ډاكټر عبدالله عبدالله، عبدالجبار ثابت او ګڼ شمېر نورو كسانو ځانونه ورته كانديد كړي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه