کور / تازه خبرونه / رضا ګيلاني: د طالبانو ريښې وباسئ!

رضا ګيلاني: د طالبانو ريښې وباسئ!

د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د جمعې په سهار د پاكستان پر ملي ټلوېزون په يوه فرمان كي د پاكستان پوځ ته امر وكړ، چي په سوات، بونير او دير كي د طالبانو بېخ وباسي.
يوسف رضا ګيلاني پر داسي مهال د جنګ امر وركوي چي د سوات، بونير او دير په لكونو اوسېدونكي د پښتونخوا مركز پېښور او شاوخوا نورو خوندي سيمو ته بېځايه سوي دي.
د پښتونخوا چارواكي وايي په سوات كي اوس هم د پنځه سوه زرو په شاوخوا كي كسان د جنګ په منځ كي پاته سي.
د پاكستان پوځ پرون خبر وركړ چي په دير كي يې د سوات طالبانو د مشر مولانا صوفي محمد زوى مولانا كفايت الله له ۱۳۵ طالبانو سره وژلى دئ.