کور / تازه خبرونه / جنوبي كوريا افغانستان ته نوي مرستي لېږي

جنوبي كوريا افغانستان ته نوي مرستي لېږي


جنوبي كوريا وايي ډېر ژر به له افغانستان سره د بيا رغوني او بشري چارو په برخه كي پراخي مرستي وكړي.
د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت وياند ټي يونګ په پلازمېنه سېول كي افغانستان ته د نورو ډاكټرانو، نرسانو او روغتيايي مرستو د لېږلو اعلان وكړ.
د بهرنيو چارو وياند وويل هيواد به يې د ۲۰۰۹ كال ترپايه په افغانستان كي يو روغتون، د مسلكي زدكړو يو مركز او په بګرام كي د تكواندو لوبي د روزني كلب جوړ كړي.
د نوموړي په وينا حكومت يې تصميم نيولى چي د راتلونكي كال تر جنوري پوري افغانستان ته ۶۰ تنه كاركوونكي چي ډاكټران او نرسان او د مسلكي زدكړو متخصصين پكښي شامل دي استوي.
همدا راز د كوريا حكومت د روان كال د جولاى تر مياشتي د افغانستان له حكومت سره د ۱۰۰ امبولانسونو او ۳۰۰ موټرسايكلانو مرسته اعلان كړه.
جنوبي كوريا تر ۲۰۰۱ كال وروسته افغانستان ته په سوونو كسان د متخصيصينو په توګه ولېږل چي ډېر يې د افغاني ديني عالمانو له خوا د عيسويت دپاره په تبليغ  تورن سول.
په ۲۰۰۷ كال طالبانو د كابل او كندهار پر لويه لار ۲۳ تنه كوريايان ونيول چي دوه مړه كړل او نور يې د دې هيواد له حكومت سره تر مخامخ خبرو وروسته په دې شرط خوشي كړل چي خپل ټول كسان به له افغانستان څخه باسي.
د كوريا حكومت وايي دوى اوس هم په افغانستان كي ۲۵ روغتيايي كاركوونكي لري چي په بېلابېلو ولايتونو كي په بشري خدمتونو لګيا دي.
د كوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند ټي يونګ وايي هيواد يې افغانستان ته د امريكا له پرله پسې غوښتنو سره سره افغانستان ته د عسكرو د لېږلو نيت نه لري.