د اسټراليا د دفاع وزارت په روزګان ولايت كي د يوه سيمه ايز طالب قومندان د وژلو دعوه كوي.
د دفاع وزارت وايي وايي د نورالله په نوم د دغه طالب قومندان د وژلو اصلي نېټه نه سي ويلاى، خو هغه د امريكايي او اسټراليايي پوځيانو په ګډو عملياتو كي چي د روزګان ولايت په ديه رفشان ولسوالي كي ترسره سوي وو، وژل سوى دئ.
قومندان نورالله په هغه بريد كي په لاس لرلو تورن سوى چي د اپرېل پر ۱۲ – مه يې په همدې ولايت كي د ولايتي بيا رغوني د ټيم حمله كړې وه او اسټراليايي پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د اسټراليا د وسله وال پوځ قومندان بريد جنرال مارك ايونز وايي د نورالله مړېنه به د سيمي پر ثبات مثبت اغېز وكړي.