د پاكستان د لږكيو د چارو وزير وايي د تروريزم او بنسټپالني له امله زيانمن سوي سكانو ته به د ژوند كولو هر راز اسانتياوي برابري سي.
د بونير، شانګله او اوركزو څخه د مولانا صوفي محمد د طالبانو له بېري د سكانو څه باندي ۱۵۰ كورنۍ اسلام آباد او د پښتونخوا پلازمېني پېښور ته په كډو مجبور سوي دي.
د پاكستان د لږكيو يا اقليتونو د چارو وزير شهباز بهټې وايي د بېځايه سويو سكانو هري كورنۍ ته به ۱۰۰۰۰ كلداري وركړي، دوه وخته ډوډۍ، د روغتيا تعليم او تربيې او او كورونو اسانتياوي برابري كړي.
د نوموړي په وينا نن يې د پېښور په حسن ابدال سيمه كي د دې سكانو د كورنۍ څخه خپله ليدنه كړې ده، او ترڅو چي د هغوى په خپلو سيمو كي حالات نارمل نه سي هغوى ته به په دې سيمه كي د ژوند كولو ټولي اسانتياوي برابري كړي.
د بونير، شانګله او اوركزيو سكانو ته د مولانا صوفي محمد طالبانو امر كړى و چي دوى ته به د اسلام د دين د اصولو سره سم خراج وركوي، خو د هند او پاكستان نور مذهبي عالمان وايي دغه سكان له وخت د پاكستان اوسېدونكي دي، حكومت ته ماليه وركوي، ځكه بايد خراج ځني وانه خيستل سي.