کور / تازه خبرونه / پكتيا : د ولسمشر كرزي له نوماندۍ څخه ملاتړ اعلان شو

پكتيا : د ولسمشر كرزي له نوماندۍ څخه ملاتړ اعلان شو

نن سه شنبه د غوايي پنځلسمه د پكتيا ولايت قومي مشرانو ، مجاهدينو ، سپينږيرو ، د ولسواليو استازو د ولايتي شورا غړو او د غونډي برخه والو په هغه غونډه كي چي نن د ګرديز ښاروالۍ په تالار كي جوړه شوي وه د ولسمشر كرزي له نوماندۍ راتلونكو ټاكنو لپاره ملاتړ اعلان كړ .

دوي وويل چي ولسمشر كرزي په خپله پنځه كلنه دوره كي ښـي لاسته رواړني لري چي د بيا رغاوني برخه يي ځانګړي بيلګه ده .


همدا رنګه دوي وويل چي په اوسنيو شرايطو كي ښاغلي كرزي يو مطلوب انسان دي ، همدا رنګه دوي وويل چي نوموړي يو دين دار او په وطن ميئين انسان هم دي .


له همدي امله دوي وپتيله چي د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كي به تري ملاتړ كوي او په ټوليزه توګه به رائيه وركوي .


دا په داسي حال كي ده چي تيره ورځ ښآغلي كرزي له خپلو دوه تنه مرستيالانو سره د ټاكنو خپلواك كميسون ته ولاړ او د راتلونكو ټاكنو لپاره يي ځان رسمآ كانديد كړ.