کور / شعر / دریاض تسنیم تازه غزل

دریاض تسنیم تازه غزل

سترګې مشال لرم،نه لاس کې مې ډیوه ــــ ملنګه


لکه د هجر دشپې،هره لار ووږده ـــــــــــــ ملنګه



ښــــــــــــه ده،چې هره کربلا مو له نزدې ولیده


ډېره مو کړې وه،له ورایه تمــــــاشه ـــــ ملنګه



څومره بــــــــې وسه ننداره مو د بازار وکړله


چرته ارمان،چرته خوبونه مو ګاڼه ــــ ملنګه



دا خلق ساه نه اخلي، مرګ ته ورځې شپې لنډوي


دا جهان نه دی،دا جهان دی، ادیره ــــــ ملنګه  



ډېره اسانه ده ،بیا دلــــــته ګوزاره ـــــــ ملنګه


بس خو لستوڼی ورکوه او لاس ساته ــــ ملنګه!



هره څهـــــــــره ده،د ګُمـــــان په اډانه ولاړه


هر تعلق دی ، لــکه تېره زمانه ــــــــــ ملنګه



توره تیاره ده او یــــاران دی د مارانو په شان


ته په چا ملا تړې ،ته خپله لار وهه ــــ ملنګه



زمکه روانه ده او خـــــاورې په سرونو نولي


خلق ولاړ دی د خپل ځـان په تماشه ـــ ملنګه



د ښاپیرو لـــــــــــه برجلونو داسې مه تېرېږه


که سپيلني نه وی نو ما لوګی کوه ـــــ ملنګه



یا خو د هرسړی زخـــمونه کشمالي نه سپړي


یا محبت دی،خـــــــپله خپله تجربه ــــ ملنګه



دغه چې لاس تر زنې ناست دی ،له حېرته ګونګ دی


دغه سړی و،د خپل دور شهزاده ـــــ ملنګه



خوب مې لیده او ددې خوب په معنا هم پوهیدم


لار مې لیده او رانه لاره ورکیده ــــ ملنګه



ورځ د تسنیم غوندې په نه زړه په خندا تېروه


چې نیمه شپه شي ،خپل زخمونه دې شمېره ـــ ملنګه


ریاض تسنیم کراچۍ


۳/۵/۲۰۰۹