کور / تازه خبرونه / كنړ: د ملي دفاع وزارت ۱۵ پوځيان ورك دي

كنړ: د ملي دفاع وزارت ۱۵ پوځيان ورك دي

د هغو ۱۵ پوځيانو سرنوشت لا اوس هم معلوم نه دئ چي له درو ورځو راهيسي په كنړ ولايت كي ورك سوي دي.
د كنړ د غازي آباد ولسوال پرون وويل چي دغه پوځيان طالبانو تښتولي دي، خو والي سيدفضل الله واحدي بيا ونه منل چي چي پوځيان دي يې طالبانو تښتولي وي.
د كنړ امنيه قومندان عبدالجلال جلال وايي په غازي آباد ولسوالي كي يې له طالبانو سره په جنګ كي درې جنګيالي وژلي او دوه نور ټپيان كړي دي.
خو د طالبانو وياند بيا نه يوازي د ۱۵ پوځيانو تښتول تائېد كړل، بلكي وايي تېره ورځ په دې ولايت كي درې وژل سوي امريكايان هم دوى ووژل.