کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۳ نیټه.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په وړاندې شتو ستونزو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د انتخاباتو مکروب طالبان دي او که کاندیدان؟
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د کاندیدانو په شمیر کې زیاتوالې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون یوه اساسي ستونزه بللې او لیکلي دي چې دا به د انتخاباتو د خپلواک کمسیون لپاره ګرانه وي چې د کاندیدانو نهايي لسټ برابر کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې افغانستان ته له اعلان شمیرې نه د زیاتو سرتیرو استول ستونزمن کار دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هرات کې په وروستیو نا امنیو تبصره کړې او لیکلي دي چې ددې نا امنیو ریښې د ایران په لاس وهنه کې پرتې دي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې ایراني واکمنان د افغانستان د روانو حالاتو په اړه له فریبه ډک ګامونه پورته کوي او د افغان دولت وسلوال مخالفین په وسلو سمبالوي چې د هیواد د لویدیځو ولایتونو روان حالات ددې خبرې شاهد دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې روانې پیښې څیړلي او پوښتنه يې کړې چې ایا د ۲۰۰۹ میلادي کال پاې به په افغانستان کې د ترورزم د فعالیتونو پاې وي؟
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې هم څیړلي او لیکلي دي چې د ملي پخلاینې بهیر سولې ته د رسیدو اساسي لار ده.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا انتقاد هم کړې دې چې د تیلو د بیو له لویدو سره سره لا هم د موټرونو کرایې لوړې دي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ناروغیو د وبا د مخنیوي لپاره په شتو امکاناتو تبصره کړې او لیکلي دي چې افغانستان له دې اړخه زیات زیان منونکې دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د خوک د انفلوانزا وبا چې د نړۍ په ځینو هیوادونو کې خپره شوې، روغتیايي خدماتو ته د نه لاس رسي له امله افغانستان هم ګواښوي.
ورخپاڼې په هیواد کې ددې ناروغۍ د خوریدو د مخنیوي لپاره د جدي تدابیرو سپارښتنه کړې.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د پاکستان په روانو حالاتو تبصره کړې او پدې ترڅ کې د پاکستان په حکومت انتقاد کړې چې د طالبانو په وړاندې دوه ګونې چلند کوي.
ورځپاڼې د افغانستان په ختیځ کې د وسلوالو پر ضد د پراخو عملیاتو خبر هم ورکړې دې چې د ناټو او د نړیوال ائیتلاف د پنځو سرتیرو تر وژل کیدو وروسته پیل شوي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د شیعه ګانو د شخصیه احوال د قانون په اړه د اروپايي ټولنې د پارلمان پریکړه لیک هم خپور کړې چې پکې پدې قانون د بیا کتلو غوښتنه شوې ده.
د اصلاح او هیواد دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
د هیواد د ولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د میې د میاشتې په دریمې نیټې چې د رسنیو او د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ ده تبصره کړې او لیکلي دي چې په تیرو اوو کلونو کې په افغانستان کې پدې برخه کې زیات پرمختګ شوې دې.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي امریکا د پاکستان کړکیچ ته له افغانستان څخه د یوې جلا قضیې په توګه ګوري حال دا چې دا د دواړو هیوادونو ستونزه ده او ترورستان له پاکستان نه افغانستان ګواښوي.
او د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې په ولس مشر کرزي انتقاد کړې دې چې په تیرو اوو کلونو کې يې د حکومت له ضعف سره سره غواړي چې د دوهم ځل لپاره یو بریالې کاندید شي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د احمد ضیا مسعود په حواله لیکلي دي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ګل اغا شیرزي د مرستیال په توګه نه وو ټاکل شوې.
ورځپاڼې په پاکستان کې د روانو حالاتو په اړه هم تبصره کړې او لیکلي دي چې د بې نظیر بټو په وخت کې د طالبانو د منځ ته راتلو راهیسې افغانستان ټپي او خونړې دې.