کور / شعر / سوځېدلى وطن

سوځېدلى وطن

 


يو خواته وطن مي د افغان اخيستى اور دى
بل خواته مي زړه او هم مي ځان اخيستى اور دى
سوات، بونير او دير مي سوځوي د جنګ په اور کې
بنو، کوهاټ او وزيرستان اخيستى اور دى
اوس خو مي مېلې او ښادۍ هم له ژړا ډکې سوې
کور د پښتانه په هر زمان اخيستى اور دى
نه مي جنازې، نه هديرې له بريده پاته دي
هلته باجوړ، دلته بولان اخيستى اور دى
لا خو د سپين سترګي غليم زړه راباندې سوړ نه دى
لاندې که مي مځکې، پاس اسمان اخيستى اور دى
پټ مي په وطن کې د عربو ابوجهل دى
اور د القاعدې دى، دين ايمان اخيستى اور دى
کړى سکندر وو، پيرنګي، هم شوروي يرغل
دا چي مي اوس دغه وطن ګران اخيستى اور دى
وم بې اتفاقه، بې سواده او اوس هم يمه
ځکه مي کورګي د خوشال خان اخيستى اور دى
خود به د افغان او پښتونخوا پېغلې سرتورې وي
ووړ پاته نه زوړ دى، هم مي ځوان اخيستى اور دى
نن مي مشران د ساه او ځان په فکر بوخت دي
کاڼو، لوټو، بوټو د بيابان اخيستى اور دى
دوى وهي په کوم تور په دورو ها پريښته نجلۍ
دې وحشت ته زړه د هر انسان اخيستى اور دى
وايي د رايونډ ملا: ” په بېل ورۀ به جنت ته ځي”
څنګه د اسلام په نوم پټان اخيستى اور دى
هلته د رايونډ له طوافونو څخه نه ګرځي
دلته په خپل کور کې مسلمان اخيستى اور دى
يو سئ پښتنو له لر او بره نفاق و شړئ
ننګ غيرت مو ګورئ پر جهان اخيستى اور دى
راسئ چي د کونډې مور پر سر پړونى واچوو
ګل- ګل يتيمانو يې هر آن اخيستى اور دى
ځئ چي يو د بل پر پرهارونو پټۍ وتړو
هر رګ او وېښته مو له خفګان اخيستى اور دى
دې نوې پېړۍ کې هر څوک غم د ځان پخپله کړي
خوار غريب خو څه چي دلته خان اخيستى اور دى
ځئ چي پوه، خواخوږى او مخلصه سړى مشر کړو
زموږ د سياست خو هر ميدان اخيستى اور دى
پرېږده نصيحت، ورسره زړه
نصيره!
ولې خورې
هسې دي هم ياره هر ارمان اخيستى اور دى


 ××××××


د نصيراحمد کاکړ برېښناليک پته:


barshore@yahoo.com