پاكستاني رسنۍ په خيبر ايجنسي كي د طالبانو د يوه قومندان د نيول كېدو خبر وركوي.
د پاكستان ټلويزون خبر وركوي چي ځواكونو د شنبې په ورځ په خيبر ايجنسي كي د افتخاراحمدخان په نوم د طالب قومندان كور محاصره كړ او نوموړى يې دې ته مجبوره كړ، چي حكومتي ځواكونو ته تسليم سي.
پنځه دېرش كلن افتخار احمد خان د قبايلي مشر بيت الله مسود مهم قومندان ګڼل سوى او وايي په سيمه كي يې د ناټو پر اكمالاتي موټرانو او بهرنيو كاركوونكو باندي بريدونه كول.
افتخااحمد خان په دې هم تورن سوى چي ځيني كسان به يې تښتول او بيا به يې د رشوت په مقابل کښي خوشي كول.