اسلام آباد
دپاكستان دكورنيو چارو لنډمهاله وزير حامدنوازخان خبريالانو سره په خبرو كښې وئيلى دى چې صدرف مشرف ، ميا نوازشريف ، بينظيربټو ، پخوانى صدراعظم ، شوكت عزيز ، دمسلم ليګ ( ق ) مشر شجاعت حسين ، دسياسى چارو پخوانى وزير اميرمقام، دكورنيو چارو پخوانى وزير افتاب احمد خان شيرپاوْ او مولانا فضل الرحمن ژوند ته خطر دى .
دالقاعدې لخوا دغو مشرانو ته ګواښونه شوى ، حكومت ددوى امنيت سخت كړى نوموړى زياته كړه چې ترهګر په هيڅ مذهب نه دى ، او په ځانمرګى بريدونو بې ګناه وژنى .