په هند کښي د پارلماني انتخاباتو لپاره د نړۍ تر ټولو لوی کمپاين جاري دی . ويل کيږي چي د هندوستان په ۱۵ ايالاتو کي ددې انتخاباتي کمپاين د امنيت د ساتلو د پاره دوه نيم ميليونه امنيتي پرسونل په کار ګمارل سوي دي .
د هند لويه ميليوني ټولنه چي بېلابېل مذهبي، قومي، سياسي او فرهنګي ځانګړتياوي او تفاوتونه لري خو بيا هم د خپل هيواد سالميت او پرمختګ د پاره په دغه انتخاباتو کي برخه اخلي . البته په دې بهير کي د خال خال اخ و ډوب راپورونه هم ورکول سوي دي چي څه مرګ ژوبله يې هم را مينځته کړېده .
دغه روان انتخابات په ۵ مرحلو کي تر سره کيږي چي مجموعاً ۷۱۴ ميليونه نفر په هغه کي برخه اخلي . په دې انتخاباتو کي يو ميليون او درې لکه د راي ګيرئ الکټرونيکي ماشينونه په کار لوېدلي دي چي د هغو په وسيله د هند خلک په ۸۲۸ زره او ۸۰۴ د رايي اخيستلو مرکزو کي و خپل نيژدې مرکزونو ته ځي او بېله دينه چي اوږده لاره ووهي په دې ځايو کي د خپلي خوښي کانديدانو ته رايه ورکوي .
د هغه راهيسي چي د کانګرس ګوند او د ګاندي کورنۍ په کال ۱۹۸۹ کي واک دلاسه ورکړ نو په هند کي تر اوسه پوري هيڅ يوه سياسي ګوند په يوازي سر ندی توانېدلی چي قدرت په لاس کي ونيسي . په وروستي انتخاباتو کي د کانګرس ګوند يوازي د خلکو په سلو کي ۲۶ رايي لاسته راوړي وې . هغوی په پارلمان کي چي په هندوستان کي « لوګ سوبها» ورته وايي کانګرس د ۵۴۳ څوکيو نه يوازي ۱۴۵ څوکۍ تر لاسه کړي وې ځکه نو مجبوره سو چي د نورو ګوندو سره يوه ائيتلافي کابينه جوړه کړي .
د هند په اوسني انتخاباتو کي درې عمده جريانه او ګوندونه فعاليت لري . يويې مخکښه متحده ائيتلاف دی چي د کانګرس ګوند په هغه کي اکثريت لري، بل د بهراتا جناټا پارټي يا بي جي پي ګوند دی چي د بهاراتا جانټا ډال ګوند پر بنياد جوړسوی دی او دريم هغه جبهه ده چي د کومونيسټانو څخه جوړه ده .
دا په دې معنی ده چي د هندوستان انتخابات د امريکا او انګلستان د انتخاباتو نه ماسېوا، داسي ندي چي دلته دي يوه خاص شخصيت ته ټولي رايي ورکول سي .
هغه نظر غوښتني چي تازه تر سره سوي دي ويل کيږي چي په روانو انتخاباتو کي به بيا هم د کانګرس ګوند د۶۳ کلني سونيا ګاندي په مشری و بري ته ورسيږي . او دا هم د هغه قوي او ارزښتناکه اقتصادي چلند او د امريکا سره د هند د اټومي سټراټيژيک قرار داد د امضا په خاطر چي د هند په برخه سو او ددې هيواد پرمختګ يې د ولس په ګټه چټک کړ .
سونيا ګاندي چي د وژل سوي پخواني صدراعظم راجيوګاندي، ايټالوي الاصله ميرمن او د هغه د مشهوري سياستپوهي مور، اينديراګاندي مږور ده، ډيره زيرکه او د خپلي خواښي اينديراګاندي غوندي ډيره هوښياره او مدبره سياستپوهه ده. هغې و کولای سوه د زياتو کړکېچنو او پېچلو لارو او نادره ائيتلافوپه جوړېدو او زيا توافقاتو سره د ګوند رهبري په بري سره په مخ بوزي .