دخوګانو د زکام مرض (انفلونزا) چي د ميکسيکو څخه راپېل سوئ دئ تر اوسه پوري يې تقريبا تر ۱۴۹ تنو پوري وژلي دي چي دا شمېره د نړۍ نورو برخو ته هم د چټکي پراختيا په حال کښي ده .
د يوې پراخي څېړني له مخي تر اوسه پوري ۱۶۰۰ تنه پدې مرض ککړ سوي چي ۴۰۰ تنه يې په روغتونونو کښي تر تداوۍ لاندي دي .
په کاناډا، اسرائیل او کولومبيا کښي هم ددې مرض د نښي-نښانۍ څرګندېدلو راپورنه خپاره سويدي خو خطر یې د میکسيکو په پرتله کم دئ او همدارنګه د نیوزیلینډ يوولس تنه محصلين میکسيکو ته له سفر څخه وروسته په دې مرض ککړ ښودل سوي دي .
په اروپا کښي لومړنی هيواد هسپانيه ښودل سوئ چيري چي تر اوسه يو تن پدې مرض اخته سوئ دئ .
تازه راپورنو ښودلې چي په سکاټلینډ کښي هم دوه تنه د ميکسيکو له سفر څخه وروسته پدې مرض ککړ دي .
د روغتيا نړيوالي موسيسې (WHO) په دې اړه سخته اندېښنه ښودلې او همدارنګه يې د مخنيوي لپاره د یوه واکسين پر جوړولو کار پېل کړئ دئ .
ددې مرض څخه د مخنيوي دپاره د نظافت ساتل، د بې ځايه تګ-راتګ څخه مخنيوی او د خپلي پزي او خولې د ساتلو دپاره د اړوند ماسک استعمالېدل په ګوته سوي دي .