کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : دوو پيښو ۵ پوليس او ۴ امريکايان ووژل

ميدان وردګ : دوو پيښو ۵ پوليس او ۴ امريکايان ووژل

وسله وال طالبان ادعاکوي چې دغوايي په اوومه دوردګو ولايت دسيدابادولسوالۍ دلوړې په سيمه کې دکابل کندهار دلويې لارې پرسر په پرتې پوسته بريد کړي .

 ذبيح الله مجاهد وايې چې پوسته يي په مکمله توګه نيولې اوپنځه ميله وسلې اويوه اندازه مهمات نيولي دي .

 هغه داهم وويل چې پوسته ترسهار پورې ددوي دملګرو په لاس کې پرته وه سهار بيرته خپلو مرکزونوته ترې لاړل . 

 ددي ترڅنګ ددغه ولسوالۍ دتنګي په سيمه کې هم دامريکايانو يوټانګ دطالبانوديوماين ښکار شو چې په کې سپاره څلور سرتيري په کې لمنځه لاړل .

دميدان وردګو دوالي وياندې ادم خان سيرت پيښې مني خو وايې چې تلفات ورته نه دي اوښتي .