کور / سياسي / ملي غورځنګ او د هيوا د د ژغورني تاريخي رسالت

ملي غورځنګ او د هيوا د د ژغورني تاريخي رسالت

 


څه موده مخکي مي « ايا انتخابات دافغاني مسألود حل لاره ده؟ » تر عُنوان لاندي يوه کوچنوټې مقاله وليکله، چي د بېنوا او لروبر ويبپاڼو له لاري د لوستونکو درانه حضور ته وړاندي سوه . په هغه مقاله کي مي، د انکار نه منوونکو دلايلو په استناد، د افغانستان د خونړۍ قضيې ټولو ښکېلواړخونو، په تېره بيا د بارک اوباما نوي ادارې او د هغه نورو بين المللي متحدينو ته دا واقعيت په ډاګه کړ، چي د سترو انساني ضايعاتو او ميليونو ډالرو په بيه دا فرمايشي انتخابات په هيڅ وجه د افغاني ټولني د اوسنييو شرايطو اړتيا نه ده؛ ځکه د توپک او برچې تر سيوري لاندي د درواغجنو انتخاباتوپه نامه، په کابل کي د اوسنۍ فاسدي، بې کفايتي، مزدوري او معامله ګري ډلي پر ځای د ځينو نورو وارد سوو سياسي مداريانو او جنايتکارو تالی څټو واک ته رسول، په هيڅ ډول د افغانستان اوسيمي د ژورو او پېچلو سياسي، امنيتي او اقتصادي مسألو له حل سره مرسته نه کوي .  زموږ د ټولني اساسي مسألې د جنګ او ناارامیيو ختمول ، د ملي پخلايني او ملي يووالي باوري کول، د لوږي، وزګارتيا، فساد او زور زياتيیو له منځه وړل ؛ د هيواد د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي ودي چټک کول او داسي نور دي، چي هيڅ يو يې د د ې تش په نامه انتخاباتو له لاري نه حليږي .  


انتخابول اوانتخابېدل بې شکه د انسانانو خورا مهم سياسي حق دئ، چي د هغه په کارولو سره د ټولنيز ژوندانه ډېرو لويو مسألو ته د سوله ييز حل شرايط او امکانات برابريږي؛ خودا حق تر هغه مهاله هيڅ مانا اومفهوم نه لري، چي خلګ د ژوندانه او مصؤنيت له تر ټولو اساسي او ابتدايي حق څخه بې برخي وي . په بله ژبه، انسان تر سياست او سياسي هدفونو مخکي، د ژوندي پاته کېدو له پاره ارامي فضا، يوې ګولې ډوډۍ، يوې جوړې کالو او په پای کي د خاشو يا خټو يوې جونګړي ته اړتيا لري؛ مګر په دې وران هيوادکي تر مندو مهربانه ميرې ګاني او د هغو په غېږکي روزل سوي سياسي – جنګي ډلي ټپلي د دې حقوقي اصل او نورو منلو بشري دودونو پر خلاف لومړی زموږ د سياسي حقوقو او ازادي ګانو غم خوري او بيا مو د ځان، ناموس او مال ساتني، ګېدي مړولو، تن پټولو او سر پناه برابرولو مهمو چارو ته پام اړوي . هر ويښ او دراک افغان د اشغالګرو په دې کرغېړنو چالونو او مکرونو ډېر ښه پوهيږي . په داسي حال کي، چي له يوې خوا پردي پوځونه هره ورځ د هيواد په ګوټ ګوټ کي، د تروريستانو په نامه زموږ د بې وزلو او بې ګونا هيوادوالو پر کلو اوکورونو بې رحمانه بمبارۍکوي؛ عزت او حرمت ته يې په سپکه سترګه ګوري؛ په دودونو او رواجونو يې ملنډي وهي؛ اولادونه او مَړونه يې  د طالبانو او القاعدې په نامه، محبسونو او شکنجه ځايونو ته ټېل وهي؛ اوله بلي خوا د وسله والو مخالفينو  په ځان وژونکو بمونو او نورو خونړييو بريدونوکی زموږ د معصومو هيوادوالو ويني پر لارو او سړکو بهيږي؛ پرکلو او بانډو سربېره د هيواد په زياترو ښاروکي د بېري او بې باورۍ فضا واکمنه ده، څنګه کېدای سي د هغه ستر او بې بديله انساني حق خبره وکړو، چي د دولتونو د پيدايښت  له وخته تر اوسه په ټولو بشري ټولنوکي تر هر راز شخصي، مدني او سياسي حقوقو وړاندي تسجيل سوی دئ . د ژوندانه دې مهم او اساسي  حق ته د نړۍ د نورو اساسي قوانينو او نړيوالو حقوقي اسنادو تر څنګ، دکابل حکومت د اساسي قانون په  ديارلسمه ماده کي هم ځای ورکړل سوی دئ؛ خو اجرايي ضمانت ته يې نه کورنييو مزدورانو او نه د ازادۍ او بشري حقوقو په نامه نابللو يرغلګرو پوځونو څه فکر او پام  کړی دئ .  


په داسي شرايطو او حالاتو کي د اټکل سوو او ټاکل سوو انتخاباتو مکرجنه پروژه، په افغانستان  او سيمه کي د بهرنييو پوځونو د سياسي او پوځي واکمنۍ له دوام، د جنګ او تباهۍ له پراختيا او په پای کي دافغان ولس له بدمرغۍ پرته څه مانا او مقصد لرلای سي؟! 


د همدې استدلال  پر بنسټ، په تېره مقاله کي دا خبره په ډېرو روښانه ټکوسره څرګنده سوه، چــــي دا بې وخته او بې مفهومه انتخابات نه د کابل د ارګ راتلونکي تپل سوي واکمنۍ ته د مشروعيت بخښولو په  کارکي څه کومک کوي؛ او نه هم زموږ د ټولني او سيمي د سياسي، امنيتي او اقتصادي کړکېچ د ليري کولوپه کارکي څه ګټه رسوي؛ نوځکه مو په افغانستان کي د بهرنييو لښکرو ټولو سياسي مشرانو ته بلنه ورکړه، چي زموږ د هيواد تېرو سياسي تجربو ته په ژور پام سره، د افغانستان  د چارو واګي د پوهو، سپېڅلو او سرښندونکو افغانانو يوه داسي مؤقت ملي حکومت ته وسپاري، چي وکړای سي په پوهه او هوښيارۍ، صداقت او قاطعيت ، سرښندني او فداکارۍ د وياړلواسلامي او افغاني دودونو په رڼا کي له ټولو مخالفو وسله والو ډلو سره ښکاره، مخامخ او صادقانه خبرو ته کښېني؛ د ريښتينو افغاني جرګو او مرکو له لاري د جـــــګړو، نا امنيیو او دوښمنييو مخه ونيسي؛ د هر ډول بهرني تېري په وړاندي د هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، ملي واکمنۍ او سيا سي خپلواکۍ ډاډمنه ساتنه وکړي؛ زموږ له جنګ ځپلي خاوري څخه د ټولو پردو پوځونو او جهادي ډلو د ايستلو معقول او سوله اييز امکانات ولټوي؛ د هيواد ټول وروڼه قومونه د يوه غښتلي، يوموټي اوسرلوړي ګډ افغانستان پر محور سره را غونډ کړي؛ په هيواد کي د اداري فساد او بې عدالتييو ريښې له بېخه غوڅي کړي؛ او په ډېرو چټکو ګامونو سره زموږ د ربړېدلو خلګو د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي پر مختګ له پاره نوي افقونه پرانيزي . 


هيڅوک له دې څرګند حقيقت څخه نټه نسي کولای، چي زموږ ټولنه له دېرشوکالو راهيسي داعتماد او باورله خورا لوی بحران سره مخامخ ده . مغرضو ګاونډيانو او د سيمي او نړۍ استعماري دولتونو تل په خپلو زهرجنو اوکرغېړنو لاس وهنو سره هڅه کړې ده، چي زموږ په هيوادوالو کي د بې باورۍ او بد ګومانۍ دا کړکېچ لاپسي پراخ او ژورکړي . رواني جګړې، سياسي، قومي، مذهبي، ژبني او سمتي اختلافونه ټول بېله شکه د همدې بهرنييو لاس وهنو پيداوار دي، چي په تېرو دېرشوکلونوکي يې زموږ د وياړلي هيواد ملي وحدت ته ستر زيان رسولئ دئ . اما دلته بايد دا روښانه حقيقت هم هېر نه کووچي د بــــې بـــــاورۍ او بې اعتمادۍ د دې لوی او ژور بحران  ختمېدو يا کمښت ته تر هغه مهاله هيڅ هيله نسته،  چي په کابل  او ولايتوکي  د پردو هيوادو رنګارنګ ګوډاګيــــان، جنايتکاران او لوټماران د واک پر ګدۍ ناست وي . زموږ دردمن خلګ نور د هيواد په سياسي چارو کي د داسي تورو او کرغېړنو څېرو د ليدو زغم نه لري .  له همدې امله دافغانانو په وران او ويجاړ کورکي روان کړکېچ او د پردو ډول ډول ستراتېژيکي لوبي يوازي د يوه پياوړي او غښتلي ملي حکومت په جوړېدو سره بندېدای سي .  


دې ستر ملي او تاريخي رسالت ته په پام سره اوس تر ټولولويي او مهمي پوښتني دا دي، چي زموږ د ټولني دا ملي ځواکونه څوک دي؟ د پېژندني محک يې څه دئ؟ او څنګه کېدای سي، چي له اوسني بالقوه حالت څخه بالفعل حالت ته ګام پورته کړي؟  


دې پوښتنو ته د سمو اودقيقو جوابونو وړاندي کول اسان کار نه دئ؛ ځکه په افغانستان کي هره سياسي، قومي او مذهبي ډله په واضح يا ضمني توګه د ملي ايديالوژۍ او ملي ارمانونو نارې سورې وهي؛ هر څوک په خبرو او بيانونوکي ځان ددې خاوري تر ټولو اصيل او ريښتينی بچی ګڼي؛ خو واقعيتونه داسي نه دي . د هيواد د تېرو دېرشو کلونوخونړييو پېښو او ترخو تجربو له ورايه وښوول،  چي کيڼوګوندونو دکور، ډوډۍ او کالو؛ ښييو ګوندونو د اسلام او جهاد او په دې وروستييو کلونوکي ځينو فاسدو وارد سوو سياسي مداريانو د « بشري حقوقو» او« ډيموکراسۍ» په نامه زموږ پر کړېدلو خلګو داسي بدي او دردناکه ورځي راوستې، چي له « ملي» « اسلامي»، « بشري » او« ډيموکراټيکو»  صفتونو څخه يې دخلګو زړه تورکړ . د دوه نيم ميليونو شهيدانو او معيوبينو غمړلئ داستان، په هيواد کي دننه او بهر د څه دپاسه پينځو ميليونو ځورېدلو افغانانو د جبري مهاجرتونو دردناکه کيسې، دکابل ښار کنډوالې ، د افغانستان په ګوټ ګوټ کي د بې ګونا افغانانو د بې رحمانه وژني  ډله ييز قبرونه، د پردو لښکروظالمانه بمبارۍ، ناامنۍ ، تښتوني،  چور او چپاو، لوږه، دربدري او په لسګونو نوري زړه لړزونکي پېښي ټول  په حقيقت کي زموږ د هيواد په تېر دېرش کلن تاريخ کي دپردو ايډيالوژيیو او وارد سوو مفکورو سوغاتونه دي . 


په تېرو دېرشو کلونوکي د افغانستان زياتره وتلي ملي شخصيتونه د وطن پلورونکو سياسي او جنګي ډلو ټپلو له ډېرو ناوړو عکس العملونو سره مخامخ سوه؛ ځيني يې د همدغو ملي ضدکړييو د مزدورانو له خوا  په بې رحمۍ سره شهيدان سوه؛ ځينويې په محبسونو او توقيف خانو کي د زورمندانو راز راز ځوروني و زغملې؛ ځيني نور يې فقط د ملي فکر او ملي عمل  په ګونا د پلرني هيواد پرېښوولو ته اړ سوه؛ او د هغو ملي شخصيتونو شمېر هم لږ نه دئ، چي په ټولنه کي يې د بېلابېلو ملي ضد رژيمونو د ناروا ګواښونو له کبله تر اوسه پر خولو د چوپتيا مُهرونه لګول سوي دي . ګاونډييو هيوادو او نړيوالو استعمارګرو دولتو هم په وار سره د خپلوکرغېړنو ستراتېژيکو نخشو د تحقق له پاره، په تېرو دېرشو کلونوکي زموږ د هيواد افراطي ځواکونو ته د هر اړخيزو مرستو په برابرولو سره، د ملي شخصيتو په ځپلو او ځورونه کي فعاله برخه واخيسته؛ او له بده مرغه دا انساني ضد کړنلاري تر اوسه هم په خورا تېزۍ او سختۍ سره دوام لري .  د سياسي او مذهبي افراطيت پالني همدا ليوني سياستونه وه، چي نن افغـــانستان اوګرده سيمه د تـــــروريزم او نا اراميیو په سرو لمبوکي سوځي؛ افغانستان او شاوخوا سيمي د ترياکو د توليد او راکړي ورکړي په نړيوال مرکز اوښتي دي؛ په ټوله سيمه کي خلګ له لوږي او وزګارتيا ، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي انحطاط ، زور زياتييو، فساد او بې عدالتييو څخه پزي ته رسېدلي دي . دا ټول غم لړلي حالات په  حقيقت کي زموږ د ګاوندييو هيوادو او نړيوالي ټولني دهغو ناروا او انامعقولو سياستو دردناکي نتيجې دي، چي نن يې پر رنځېدلو افغانانو سربېره، د سيمي او نړۍ زياتره بې ګونا خلګ هم درنه بيه ادا کوي . په دې توګه، اوس دا خبره هر حقپال افغان ته د سر په سترګو مالومه سوې ده، چي نه د خلق او پرچم په څېر روس پلوه کيڼ ګوندونه او نه هم په پاکستان او ايران کي جوړي سوي سياسي، مذهبي او جنګي ډلي ملي ځانګړتياوي لري . 


د همدې دلايلو په رڼا کي اوس ټول افغانان په دې خبره ښه پوهېږي، چي هيڅ ګوند، هيڅ سازمان او هيڅ شخصيت تر هغه مهاله ملي نه ګڼل کيږي، چي ملي فکر او ملي عمل و نه لري . هيڅ فکر اوهيڅ عمل هم ترهغه وخته ملي صفت نسي موندلای، چي په هره طرحه، هر کار او هره پرېکړه کي زموږ د وياړلي هيواد ښېګڼي اولوړي ګټي تر هر څه مخکي ونه بولي . د دې هيواد او خلګولوړي ګټي په کلکه دا غوښتنه کوي، چي د ملي فکر او ملي عمل هر خاوند دافغانانو له ګډ تاريخي کور (افغانستان ) سره د زړه او روح په شان مينه ولري؛ په افغاني مفاخرو او حماسو و وياړي؛ د يرغلګرو فکري او فرهنګي جريانونو په وړاندي، د هيواد دوروڼو قومونو د ژبو، دودونو اوفرهنګي ارزښتونو روزني او پالني ته جدي پام وکړي؛ د هري عقيدې د پيروانو ديني او مذهبي اعتقاداتو ته درناوی خپله ارزښتناکه ملي وجيبه وګڼي؛ په هيواد کي د ټولنيز عدالت او برابرۍ د تأمين له پاره نه ستړي کېدونکی کاراو فعاليت وکړي؛ او داړتيا پر وخت د دې خاوري له دوښمنانو سره د مقابلې په خاطر له هيڅ ډول سرښندني او قربانۍ ډډه ونه کړي .که مخکني تعريف ته ځير سو، له ورايه ګورو چي په دې ډله کي زموږ د ټولني هغه ميليونونه وګړي شامليږي، چي په بېلابېلو نژادونو، قومونو، دينونو،مذهبونو، ژبو او سيمو پوري اړه لري . له نېکه مرغه د هیواد نوميالي پوهان، سياست وال، ديني عالمان، څېړونکي، ليکوال، شاعران، هونرمندان، سوداګران، لوبغاړي او نوري وتلي څېرې هم زياتره په همدې پراخو او هيوادپالو پرګنو پوري اړه لري . په دې ډول، د ملي ارمانو  د تحقق اصلي او اصولي سازمان نه خلق او پرچم، نه تش په نامه اسلامي ګوندونه او جنګي ډلي او نه هم د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو په درواغجنو نومونو ځیني صادر سوي ګروپونه او جريانونه؛ بلکي د افغانستان هغه سراسري ملي غورځنګ دئ، چي سپېڅلې افغاني خټه او افغاني جوهر لري؛ او يوازي زموږ د ګډ تاريخي کور(سرلوړي افغانستان ) د ساتني، يوموټي توب، سوکالۍ او پرمختګ پر محور را څرخي . ملي غورځنګ د ريښتينو افغاني ريښو په لرلو سره، زموږ په هیواد کي د هر ډول وارد سوي افراطي جريان په وړاندي يوازنۍ معقول او ګټور بديل دئ . د هري سياسي، فکري، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي مفکورې خاوندان کولای سي، افغاني دودونو اوملي ارزښتونو ته په پام سره، زموږ د ټولني په دې ستر ملي غورځنګ کي خپل وړ ځای او مقام تر لاسه کړي . ملي غورځنګ به په افغاني ټولنه کي د هيوادپالو خلګو پر باور او اعتماد سربېره،په نړيواله ټولنه کي زموږ د لرغوني هيواد وياړلئ نوم هم له سره را ژوندی کړي . يوازي دغه راز پراخ بنسټه، معتدل او په هره مانا افغاني غورځنګ کولای سي، دا وران او جنګ رټلئ هيواد له هر راز توپانو اوکړاونو څخه وژغوري .  


له قوې څخه فعل ته د هيواد د سراسري ملي غورځنګ د اوښتون په اړه مهمه او اساسي پوښتنه داده، چي د ملي ارمانونو خاوندان بايد د افغاني ټولني او ټولي سيمي اوسنيیو کړکېچنو شرايطو ته په پام سره د خپل تاريخي ټاټوبي دژغورني په مقصد څه رسالت ادا کړي؟ په بله وينا، ايا دکيڼ او ښی افراطيت له منګلو څخه د دې ویجاړکور ژغورنه، له ټولو ملي قوتونو څخه دا غوښتنه نه کوي، چي  د يوه پياوړي دريم ځواک په توګه د مبارزې او سرښندني په يوه واحد مورچل کي سره را غونډ سي؟ 


د دې پوښتني جواب ډېر اسانه او روښانه دئ . که څه هم د افغانستان ملي شخصیتونه اصلاَد افغاني ټولني ديوه بېل قوت په توګه له کيڼو او ښيیو سازمانو څخه دباندي په کار بوخت دي؛ خو سره له دې هم هيڅوک له دې څرګند حقيقت څخه سترګي نسي پټولای، چي دافغانستان په ټولو سياسي، مذهبي، اجتماعي ، فرهنګي او اقتصادي سازمانو کي، د ملي فکر او ملي عمل خاوندان خورا ډېر دي . دا چي هغوی د وخت د اړتياوو او غوښتنو له مخي يا د هيواد په کيڼو او ښييو سازمانوکي غړيتوب ته اړ سوي وه؛ او يا يې په ناپېيلتوب او يوازيتوب کي ملي کوښښونه پرمخ بېول، چندان د اندېښنې وړ خبره نه ده . افغانان ټول په دې روښانه حقيقت ښه پوهېږي، چي له ځينو مالوم الحاله ملي ضد او افغاني ضد جنايتکارانو پرته، د هيواد په ټولو سياسي او مذهبي سازمانو کي بې ګونا افغانانو غړيتوب درلود .  هغوی هم د هیواد د نورو ملي شخصيتونو په څېر تل له خپل هيواد او خلګو سره مينه لرلې ده؛ تل يې د خلګو د ملي يووالي او سوکالي په لارکي هڅي کړي دي؛ او د خپل ملي فکر او ملي قضاوت پر بنسټ يې د وخت د واکمنانو ظلمونه او کړاونه زغملي دي .  په هره سياسي، مذهبي، اجتماعي او فرهنګي ډله کي د ملي فکر او ملي عمل د څښتنانو دا مسوولانه دريځ پر خپل ځای دقدردانۍ او ستايني وړ دئ . که د هيواد ملي غورځنګ د ټولنيز عدالت او ملي يووالي پر بنسټ کلونه کلونه مخکي په ټولو افغانانو کي ژوري او پياوړي ريښې لرلای، نو بيا د دې خاوري بچيان هيڅکله د پردو ايډيالوژيیو او غيرملي سازمانو تر شا نه درېده .  


د عقل او منطق تقاضاداده، چي د هيواد ملي غورځنګ د څو وطن پلورونکو ملي ضد عناصرو په ګونا، د ملي فکر او ملي عمل داستر ځواک له ځانه بېل نه کړي . له بله پلوه د هيواد په سياسي ګوندونو، مذهبي ډلو يا فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي سازمانو کي د د دغه راز کسانو غړيتوب، هيڅکله هغوی د هيواد له ملي غورځنګ او ملي مسووليتونو څخه نه بېلوي . داسي کسان بايد تل تر تله ځانونه د کيڼ او ښی افراطيت له ايډيالوژيکي، سياسي، فرهنګي او اقتصادي اغېزو وژغوري؛ او د خپل ملي دريځ په پوهېدو سره ډېر ژر، د هيواد د هغه سراسري ملي غورځنګ تر شا ودرېږي، چي مقصد يې زموږ په وياړلې خاوره (افغانستان) کي د سولي او امنيت ټينګښت، د هيواد د ټولو قومونو او قبيلو تر منځ د ريښتيني ملي يووالي را منځ ته کول؛ په هيواد کي د قانون واکمني؛ او زموږ د کړېدلو خلګو د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي پرمختګ له پاره نه صادقانه کوښښونه دي . زموږ د خلګو متل دئ، چي وايي : « ماهی چي هر وخت له اوبو را وباسې، تازه دئ . »  افغانانوته هم بايد د هيواد د تاريخ په هر پړاو کي د معقول ملي او افغاني دريځ د خپلولو فرصت ورکړل سي . د هيواد ستر سراسري ملي غورځنګ هيڅکله د پخواني پاچا- محمد ظاهر يا شهيد داود خان د پلویانو په مانا نه دئ؛ او نه هم څوک دا غورځنګ په يوه ټاکلي قوم، دين، مذهب، ژبي یا سيمي پوری تړلای سي . زموږ د هیواد د ژغورني دا اتل ملي غورځنګ بايد په هيڅ ډول، د شخصي سليقو او ګروهي مقصدونو قرباني نسي . 


الله سبحانه وتعالی د قران کريم د رعد د مبارکي سورې د يوولسم آيت( ۱۳: ۱۱) په يوه برخه  (  … ان الله لا يغير ما بقوم حتی يغير و اما بانفسهم  … )کي خپلو بنده ګانو ته ښکاره امر کړی دئ، چي د خپلو شرايطو او حالاتو د بدلون له پاره بايد په خپله کار او کوښښ وکړي . همدغه راز، لوی څښتن د سپېڅلي قرآن د مايدې د مبارکي سورې د دوهم آيت ( ۵: ۲) په يوه برخه ( . . . وتعاونوا علی البر و التقوی . . . ) کي ټولو بنده ګانو ته لارښوونه کړې ده، چي په نېکو کارونو او تقوا کي يو دبل مرسته او کومک وکړئ) له دې صريح قرآني آيتونو او نورو لوړو اسلامي لارښوونو سره سم، په دې سوځېدلي او نړېدلي هيوادکي د سولي او امنيت ټينګول، د ملي يووالي او پيوستون باوري کول، د دې وياړلي تاريخي خاوري ډاډمنه ساتنه ، د قانون برلاسی او د خلګو اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي ستونزو ته د علمي او عملي حل لټول، ټول هغه څه دي چي د عملي کېدو رسالت یې يوازي او يوازي د ويښو او هيوادپالو افغانانو پر اوږو پروت دئ .  


بې شکه چي په افغانستان کي د اسلامي او افغاني دودونو پر بنسټ، د يوه غښتلي او پياوړي ملي حکومت له واکمنۍ پرته د همېشنۍ سولي او ترقۍ تصورګران  او حتا ناممکن کار دئ؛ خو دا لوړ او سپېڅلی ارمان يوازي هغه مهال  د عمل جامه اغوستلای سي، چي دافغاني ټولني په بېلابېلو قومونو، مذهبونو، ژبو او سيمو پوري تړلي هيوادپال وګړي( نارينه او ښځي، ځوانان او سپين ږيري) په يوه وجود او يوه اواز د یوه کارپوه ، قاطع، زړه سواند او سرښندونکي ملي مشرتابه تر شا ودرېږي . بايدهېر نه کوو، چي د افغانستان ملي غورځنګ يوازي هغه وخت د وارد سوو ايديالوژيیو او پردوپالو سياسي ګوندونو او جنګي ډلو په وړاندي د مقاومت او مشرتوب په يوه مخکښ ځواک اوښتلای سي، چي د هر راز اختلافونو په له منځه وړلو سره ديوه سپېڅلي انساني او ملي رسالت د تحقق له پاره تر يوه بيرغ لاندي سره را ټول سي . دا ستر  او سپېڅلی ملي رسالت له جګړو، وينو تويولو او ډول ډول دوښمنييو څخه د افغانانو د ګډ تاريخي کور( ګران افغانستان) ژغورنه ده . د غورځنګ غړي بايد نه يوازي د مشرۍ، صدارت، وزارت، معينيت، سفارت، ولايت، رياست، مديريت او نورو امتيازونو خوبونه له سره وباسي؛ بلکي خپل ټوټه ټوټه هيواد اوکړېدلو خلګو ته د ريښتيني خدمت په خاطر ، هر راز قربانيييو ته چمتو سي . ملي غورځنګ بايد د افغانانو تر منځ د دښمنييو، کرکو او اختلافونو ديوالونه چپه کړي . د يوه غښتلي، پياوړي او يو موټي افغانستان پر محور د ټولو هیوادوالو تر منځ د ورورۍ او دوستۍ پلونه جوړ کړي . عقده پالنه، تعصوبونه او غچ اخيستونکي احساسات د دې وران او کنډواله وطن هيڅ درد نه دوا کوي . ملي غورځنګ بايد په افغانانو کي کيڼ او ښی افراطيت ته د ښوييدو پر ځای د ملي غرور او ملي وياړونو روحيه وروزي . هغوی ته د خپلو پلرونو او نيکونو په شان د بهرنييو يرغلګرو پر ضد د ګډو مبارزو، هيوادپالني او سرښندني درس ورکړي . 


ملي غورځنګ بايد نور د هیواد د ملي او بين المللي چارو په اړه د ساده اعتراض او انتقاد پر ځای د ټولني د يوه منسجم، منظم، منضبط، باوري او مخکښ الټرناټيف په توګه  عمل وکړي . د دې خبري مانا دا ده، چي د هيواد په ملي غورځنګ کي برخه وال ګوندونه، جريانونه او خپلواک شخصيتونه بايد زموږ د ټولني تاريخي او عيني واقعیتونو ته په پام سره، د افغانستان او سیمي ارزښتناکو سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي مسألو ته، معقول او منطقي جوابونه وړاند ي کړي .


که د هيواد پاشلئ ملي غورځنګ، د يوه پاخه او ايشېدلي ملي سازمان په توګه دا ثابته کړي، چي زموږ د تاريخي کور او جنګ ځپلو خلګو د ژغورني يوازنۍ ريښتينی سازمان دئ، بيا نو په هيواد کي د پردو لښکرو د خپلسرو بمبارييو، انتحاري بريدونو، ناامنييو، لوټماريیو،  دولتي فساد او ډېرو نورو زړه لړزوونکو پېښو عمر ډېر لنډ دئ . 


که د افغانستان زړور ولس او نړيواله ټولنه، ژر تر ژره په هيواد کي د يوه مدبر، سپېـــــــڅلي، نېکـــــــــنام، زړه سواند اوباکفايته ملي غورځنګ ننګه او ملاتړ ونه کړي، زموږ په وران هيواد اوګرده سيمه کي به دجنګ، تباهۍ، ناامنييو او ناباورييو لمن ورځ په ورځ لا پسي پراخه سي؛ د ګاونډييو هيوادواو نورو استعمارګرو دولتو تورلاسونه به د يوه خپلواک او متحد هيواد په توګه زموږ  تاريخي هويت د نابودۍ له خطر سره مخامخ کړي؛ او دا په وينو لړلې مځکه به تل تر تله د پردو لښکرو ډول ډول افراطي ځواکونه د غوبولونو ميدان وي .