د غوايي اوومه د افغانستان په تاريخ كي د يوه نوي خونړي باب د پرانيستو په توګه يادېږي.
د ۱۳۵۷ كال د غوايي پر اوومه (۳۱) كاله دمخه په همدغه ورځ په كابل كي د شوروي پلوه كمونستانو له خوا د محمدداود خان جمهوري حكومت د يوه وسله وال بغاوت له لاري ړنګ او په افغانستان كي د نورمحمد تره كي په مشرۍ د كمونست حكومت بنسټ كښېښول سو.
د بنسټپالي اسلامي ډلي ځيني مشران لكه ګلبدين حكمتيار، برهان الدين رباني او احمدشاه مسعود چي د محمد داود خان له حكومت څخه په پاكستان كي فراره ول، د غوايي تر اوومي وروسته يې د هيواد په بېلابېلو ځايونو كي يې په وسله وال مخالفت لاس پوري كړ.
افغانان وايي د غوايي په كودتا سره افغانانو ته د مرګ د بلا خوله خلاصه سوه، چي له امله يې په ميليونونو افغانان مړه، معيوب او له هيواد څخه وتلو ته اړ سول، چي تر درو لسيزو وروسته لا هم د مرګي ناورين هماغسي روان دئ.
د نورمحمد تره كي، حفيظ الله امين، ببرك كارمل او ډاكټر نجيب الله تر كمونستو حكومتونو وروسته چي په ۱۳۷۱ كال د مجاهدينو انقلاب راغئ د كابل حكومتونو په يو نه يو ډول د غوايي اوومه د يوې توري ورځي په توګه غندله، خو په ۲۰۰۱ كال د حامد كرزي د حكومت تر جوړېدو وروسته د دې ورځي غندل د دولت له خوا د يوه رسمي فرمان له مخي په حكومتي كچه ناقانونه اعلان سول، خو د افغانانو په ذهنونو كي لا اوس هم د يوې توري ورځي په توګه هماغسي تازه پاته ده.