کور / هراړخیز / کاينات د غوړېدنګ(پراخوالي) په حال کې

کاينات د غوړېدنګ(پراخوالي) په حال کې

 


 


وَالسمَاء بَنَيناهَاباُيدٍ وَاِنا لمُوسِعُونَ


(دالذاريت سورت ٤٧ م ايت)


ژباړه:اسمان موږ په خپل قدرت سره جوړ کړى دى او په تحقيق سره موږ توسعه ورکوو.


ايا کاينات يوه لايتناهي فضا ده ؟ ،اويا دا چې کاينات پاى(اخر)  لري ؟


دا موضوع څوپېړۍ د مفکرينو، فيلسوفانو ،ستورپېژاندو،تشيال پوهانواوساينس پوهانود بحث موضوع وه،او په اړه يې ټولې نظريې بې شواهدو فر ضيې وې ،خود شلمې پېړۍ په پيل کې د لويې چاودنې له نظريې(Big bang theory)  وروسته د کايناتو په باره کې زياتره پټې موضوع ګانې راښکاره شوې،


د شلمې پېړۍ تر پيل پورې ساينس په بشپړ ډول د نيوټن د نظريې پليونى و، خو دانشټاين د نسبيت نظريې (theory of general relativity) د په دې اړه دنيوټن ټولې نظريې رد کړې.


انګرېز ساينس پوه نيوټن (١٦٤٢ _١٧٢٧ز) په دې  باور و چې کاينات ازلي و ابدي  او لايتناهي دي ،يانې دا چې کاينات تاريخ نه لري او د تل لپاره و او د تل لپاره به وي او بې نهايته پراخ دي،اوويل به يې په دې بې نهايته کايناتوکې ماده له ازل څخه موجوده وه او تر ابده پورې به وي ،ماده  پاشلې زرې وې اود مادې د اصولو پر بناء د خلقت لامل شوې ، ماده پرستانو په ځانګړي ډول کمونسټانو د نيوټن ددې نظريې په منلو ډېر زورکاوه، خو د نيوټن په دې باره کې ټولې نظريې د انشټاين د نسبيت د فرمولونوپه پايله کې ناقصې او ناسمې ثابتې شوې.


لکه څنګه چې په پورتني ايت شريف کې ذکر شول نه داچې کاينات لايتناهي نه د ي بلکې د غوړېدنګ او توسعې په حال کې دي ،چې خواوې يې محدودې دي.


(big bang)او يا که په ښه ډول ووايو د قرانکريم د انبيا سورت دېرشم مبارک ايت د مادې او کايناتو ازلي والى ناسم بللى دى.


د نيوټن د نظريې له مخې لايتناهي کاينات بايد ساکن (static) وي ،ځکه لايتناهي د خوځښت ځواک او ګنجايش نه لري ،خومحدود او اخر لرونکي کاينات کولاى شي انقباض او انبساط وکړي ،يعنې متحرک (Dynamic) وي.


روسي فزيکپوه الکسانډرفريډمن د انشټاين د يوه فرمول پر بنسټ وويل ،چې کاينات په ډېر کوچني علت هم کولاى شي انقباض او انبساط وکړي.


انګرېزساينس پوه (Arthur eddinton) اوبلجيمي تشيال پوه جورج لميټر د انشټاين د فرمولونو پر اساس دا نظر ورکړ چې کاينات د چاودنې اويا د يوې زرې له خورېدلو پيل شوي او تر اوسه پورې د پراخوالي اوغوړېدنګ په حال کې د ي.


دلته په زړه پورې خبره د اده چې ساينس پوهانو دا کشفونې د انشټاين په فرمولونو  کړې دي ،خو په لومړيو کې انشټاين خپله هم ددې دوو پوهانونظريې نه منلې .


انشټاين يوکتاب وليکه چې د (Cosmological Constant) نومېده، په دې کتاب کې نوموړي ليکلي و،چې کاينات مطلق ساکن دي ،د ((مطلق)) ساکن د کلمې کارول يې د نسبيت د نظريې برعکس و.


انشټاين په يوه کنفرانس کې وويل چې کاينات ساکن دي اوښاغلى جورج لميټر دده نظريې نشي ردولاى ځکه هغه يو شتيال پوه دى څه فزيکپوه خو نه دى .


ددې دوو ساينس پوهانو نظريې چې ګويا کاينات لاتراوسه هم د غوړېدنګ او توسعې په حال کې دي يو انقلاب راوست، ځکه د ټولو فيلسوفانود نظريوخلاف نظريه وه. ددې دوو ساينس پوهانو (جورج لميټر) او(Arthur eddington) نظريه د قرانکريم د الذاريت سورت د ٤٧ م ايت تفسير دى.


سره له دې چې له دې کشف ،بياهم بنسټ د انشټاين فرمولونه وو ،خو انشټاين د لا کره شواهدو په لټه کې و،هغه و چې نامتوامريکايي ساينس پوه اډوان هبل دې معضلې ته د پاى ټکى کېښود او لا کره شواهد يې د خپل مجهز تلسکوپ په مټ کشف کړل، او اعلان يې وکړ چې کاينات رښتيا هم د پراختيا په حال کې دي.


انشټاين دهبل مشاهدې په دقيق ډول ولوستې اوبيا يې خپله د هبل د نظريو له مخې کهکشانونو ته په مجهز تلسکوپ کې وکتل ،له يوې خوا خپلوفرمولونو اوله بلې خوا  د هبل شواهدو انشټاين قانع  کړ،چې رښتيا هم کاينات د پراخوالي په حال کې دي.


وروسته انشټاين په يو مطبوعاتي کنفرانس کې اقرار وکړ،چې کاينات متحرک او دپراخوالي په حال کې د ي ، اوپه دې يې هم اقرار وکړ،چې له جورج لميټر سره يې په غلطه ضد کاوه،خپل کتاب(  Constant   Cosmological ) يې ناسم اعلان کړاو څرګنده يې کړه ،چې د کايناتو د ساکن والي په باره کې دده پخوانۍ نظريې دده له سترو ساينسي غلطيو څخه دي.


دې ټکي ته بايدپام وکړو چې د ساينس پوهانوترمنځ دا بحثونه د لويې چاودنې د نظريې له کشف مخکې و،يعنې د ساينس پوهانو ترمنځ لومړى د کايناتو انسباط تر پوښتنې لاندې و،اود لويې چاودنې په باره کې نظريه  وروسته ورکړل شوه.


د اډوان هبل کره شواهد:


نامتو امريکايي ساينس پوه هبل څنګه وکړاى شول چې د کايناتو غوړېدنګ( توسعه) زبات کړي؟


هغۀ په يوه توره شپه کې ،چې اسمان بېخي صاف و، او تروږمۍ وه په خپل مجهز تلسکوپ په ډېر دقت کايناتو ته کتل ،هغۀ ټول هغه کهکشانونه چې د ليدلو وړ و، د فضا په هره خوا کې په ډېر دقت عام اوتام کتل ،ترڅوچې بالاخره  د کايناتو د توسعې په کشف بريالى شو.


د بېلګې په ډول موږ د موټرونو په تم ځاى کې موټر ته سترګې په لاره يوو،زموږ له مخې بلا موټرې تېرېږي خوموږيوازې د يوه موټر غږ په نظر کې نيسو او په ډېر دقت يې اورو؛ موټرچې کله موږ ته رانږدې کېږي د اواز اورېدل يې بېخي بدل وي له هغه غږ څخه چې موټر له موږ څخه لرې کېږي اواواز يې زموږغوږونو ته رارسېږي .چې دې نظريې ته (Doppler effect) وايي،  يانې د يوه شي اواز چې موږ ته د نږدې کېدو په حال کې وي توپير لرې د هماغه شي له هغه اوازڅخه  چې له موږ نه لرې کېږي.همدا قانون په نور (رڼا)کې هم د پلي کېدو دى ، په يوه دښته کې د شپې پر مهال يوه رڼا له لرې وينو ،ايا ددې رڼا منبع هرشى چې ده ساکنه ده ،که خوځنده؟که چېرې د رڼا منبع ناخوځنده وي، د رڼا څپې د منبع په شاوخواکې په مساوي لوريو خپرې شوې وي، اوکه چېرې د رڼا منبع موږ ته د رانږدې کېدو په  حال کې وي  ،د رڼا څپې داسې ښکاري چې په يوۀ واحد لوري په لنډو ابي رنګه  څپوختمېږي (Bule shift) .


اوکه چېرې د رڼا منبع له موږ څخه دلرې کېدو په حال کې وي ، د نورڅپې په يوه لوري  اوږدې  سوررنگ ته ورته ښکاري(Red shift) . دفزيک د اقانون په هغو شيانوکې چې لرې دي اسانه ليدل کېږي،ځکه د رڼامنبع او سترګو ترمنځ فضا د لنز حيثيت غوره کوي.


ښاغلي هبل په خپل مجهز تلسکوپ وليدل چې ټولوخواوو کې کهکشانونه  د نوري  لکۍ درلودنکي دي چې ددې لکيو څپې اوږدې اوپه سره رنگ ته ورته ډول ښکارېدې (Red shift).


د رڼا دا  لکۍ  اوسره رنګ ته ورته والى يې د (Doppler effect) قانون پربنسټ دا بيانوي ،چې ټول کهکشانونه له ځمکې څخه په سرعت واټن نيسي،وروسته د هبل دې ته پام شوچې کهکشانونه د لکيود لوري په نسبت نه يوازې له ځمکې بلکې په خپل منځ کې هم سره لرې کېږي ،يانې  ځمکه هم چې د کهکشان شيدولار (Milky way) يوجز ده، هم بايد  له نوروکهکشانونو واټن ونيسي.


ښاغلي هبل د(Red shift) د لکيو د اوږدوالي  په ليدلو ومونده چې دکهکشانونو دواټن نيولو سرعت مستقيم متناسب دى د دوى فاصله له ځمکې څخه ، هغه کهکشانونه چې دوه چنده لرې ، دوه چنده تېز، او هغه کهکشانونه چې لس چنده لرې ،لس ځلې چټک له ځمکې څخه لرې کېږي . دا د انبساط قانون دى ،چې د انبساط په حال کې نږدې اجزا سوکه او لرې اجزاچټک يو له بل څخه لرې کېږي، ددې قانون د زبات کولو په موخه ښاغلي هبل يوه پوکاڼۍ وپړسوله ، پوکاڼۍ کروي شکل غوره کړ،بيا هبل سکې د پوکاڼۍ په مخ په مساوي واټنونو کې سريښ کړې، په دې ازموينه  کې هبل پوکاڼۍ له کايناتو سره او سکې يې له  کهکشان سره تشبيه کړې،ځکه کهکشان د سکې شکل لري ، بيا يې يوه سکه په رنگ  نښه کړه ،هغه يې د شيدود لارې کهکشان ونوموله، د دويم ځل لپاره يې پوکاڼۍ د پخواني پړسولو دوه برابره وپړسوله ، هبل وښوده چې هغه سکې چې د  رنگ شوې سکې  سره نږدې ځاى لري کم او چې له نښه شوې سکې څخه لرې موقعيت لري ډېرواټن نيولى و؛ په داسې حال کې چې ټولې سکې په حقيقت کې په يوه واحد سرعت د پوکاڼۍ له مرکزڅخه په واټن کې وې.


هرجسم چې د انبساط په حال کې وي د شاوخوا اجزا يې له مرکزڅخه په يوه سرعت فاصله نيسي ،خو د شاوخوا اجزا يې د يوبل د فاصلې په نسبت په بېلابېلو سرعتونو له يوبل څخه جلا کېږي ،دا په دې مانا  نه ده ،چې کهکشانونه هريو په يوازې ډول په حرکت کې دي ،بلکې  دا په دې مانا ده چې کهکشانونه دکايناتو له انبساط سره په مجموعي ډول له يوبل څخه فاصله نيسي ،که کهکشانونه په خپل سر په حرکت کې واى په بېلا بېلولوريوبه يې په نامنظم ډ ول حرکت کاوه، او د دوى د ټکرونو له امله به چاودنې رامنځ ته کېدې، خو داسې نه ده! بلکې ټول کهکشانونه په يوډول په بېلا بېلو لوريو له يوبل څخه واټن نيسي ، ددې کشف مطابق که چېرې کاينات په ټوليز ډول کروي لکه پوکاڼۍ وانگېرو، ټول کهکشانونه د کايناتو(پوکاڼۍ) په سطحه يا محيط کې قرار لري نه د پوکاڼۍ په داخل کې.


فضا عبارت ده د کهکشانونو په داخل کې ، د ستورو سيارو سماوي اجرامو له واټن اودکهکشانونو له خپل منځي فاصلې څخه.


د کايناتو شعاع څه شى ده؟  البرټ انشټآين د کايناتو داخلي شعاع د زمان په نامه ياده کړې د ه، د انشټاين دهمد ې نظريې له مخې زمان د کايناتو څلورم بُعد وشمېرل شو.


د هبل دې کشفونې يوه بله پېچلې پوښتنه هم حل کړه ،چې ولې د (جاذبې قوې ) او (ځواکمنې هستوي قوې) سره سره کاينات نه ښويېږي ځواب دادى چې همدې سريع انبساط د فرار د قوې په حيث تر اوسه د کايناتو د سقوط او ښوېدنې  مخنيوى کړى او همدې سريع انبساط د کهکشانونو دټکر مخنيوى هم کړى .که نه تراوسه به کايناتو د  کهکشانونو د ټکر او د جاذبې قوې او ځواکمنې هستوي قوې له امله مخکې لا سقوط کړى و.


والسماء رفعها ووضع الميزان


د الرحمن سورة ٧م مبارک ايت


ژباړه:اسمان يې اوچت کړ او د عدالت تله يې کېښودله


 


يعنې په دې اوچت اسمان  کې  تله چې د نظم اوموازنې سمبول ده هم نازله شوې ، يانې داچې نظم اوموازنه ساتل شوې چې د داسې تلې د نشتوالي له امله به د کايناتو نظم او تعادل درهم برهم شوى و.