د افغان ۱۹ كلنو ځوانانو د كركيټ لوبډله چي د كويټ هيواد ته په سفر تللې، نن يې د لومړي پړاو وروستۍ (څلورمه) لوبه د قطر له هيواد سره وكړه.
افغان لوبغاړو نن پچه وګټله او بيټنيګ ته ودرېدل، چي په پنځوسو ټاكل سوو آورونو كي يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۲ منډي جوړي كړې.
د قطر هيواد د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ايله ۱۸۴ منډي جوړي كړې.
د كركيټ د لوبي څارونكي وايي افغانستان نن ډېره ښه لوبه كړې ده او د قطر هيواد ته يې د ۱۰۸ منډو په توپير خورا سخته ماته وركړه.
د نن ورځي په لوبه كي افغان لوبغاړو شيرزي او اجمل وفا د درو ويكټونو ملګرتوب ريكاډ ټينګ كړ او په دواړو يې بېله سوځېدو ۱۹۱ منډي جوړي كړې.
شيرزي ۹۹ او اجمل وفا ۹۲ منډي جوړي كړې.
افغانستان په لومړي ګروپ كي اول مقام ترلاسه كړ او د چارشنبې په ورځ به په نيمه پايلوبو كي له هنګانګ يا ماليزيا سره مخ سي.