د پښتونخوا ايالت په دير كي پرون يوې چاودني شپږ ماشومان ووژل.
د دير اوسېدونكي وايي يوه نامعلومه كس په كوڅه كي ماشوم ته د لوبو دپاره ناوكۍ (نانځكه) وركړې وه، ماشوم چي كور ته يوړه، چاودنه رامنځته سوه چي له امله يې د دې كورنۍ شپږ ماشومان ووژل سول.
د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو د سيمي اوسېدونكي يې د پاكستان د استخباراتو كار بولي او وايي دا چي په شاوخوا سيمو كي د طالبانو فعاليتونه ډېر سوي دي، استخباراتي كړۍ غواړي په دې ډول د دير د اوسېدونكو احساسات د طالبانو سره جنګ په موخه راوپاروي.