کور / تازه خبرونه / پوليس: د كندهار د چاودنو مرګ ژوبله مخ پر لوړېدو ده

پوليس: د كندهار د چاودنو مرګ ژوبله مخ پر لوړېدو ده


د كندهار په چاودنو كي چي د ولايت په مقام كي دننه سوي، ۵ پوليس وژل سوي او درې ټپيان دي.
د كندهار امنيتي چارواكي وايي درې غبرګ ځانمرګي د ولايت مقام ته ننوتلي، چي لومړي په نظام قراول كي ځان الوزولى او دوه نور يې ولايت ته دننه ورغلي دي.
د خبرونو له مخي په ولايت كي د لوړ پوړو چارواكو غونډه روانه وه، چي بريد ورباندي سوى دئ.
د ولايت مقام ته څوك نه پرېښودل كېږي او د امنيه قومندانۍ پوليس هم د اصلي مرګ ژوبلي څخه حال نه لري.
پېښه نن د شنبې په ورځ غرمه پر ۱۲ بجې رامنځته سوې ده.