د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او د هغه دا وینا يې راغستې چې د خبرو بهیر باید یوازنې د افغان حکومت لخوا پر مخ بوتلاې شي.
ورځپاڼې د جنرال ډیویډ مکرنین په حواله لیکلي دي چې له طالبانو سره خبرې کول په افغانستان پورې اړه لري او په سیاسي خبرو کې د نړیوالو ځواکونو مداخله کول بې ځایه ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان په نقل لیکلي دي چې پاکستانیانو پخوا د امریکا د باور نه ناوړه ګټه پورته کړې.
ورځپاڼې د اروپايي ټولنې د پارلمان د استازو دا غوښتنه هم راغستې چې ویلي دي افغان دولت دې د ښځو له حقوقو سره په ټکر کې قوانین لغو کړي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي دي چې پاکستاني طالبانو د ځان وژونکو حملو لپاره پنځه زره ماشومان روزلي دي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د استخباراتي ادارو دا اټکل هم راغستې دې چې په سلګونو نور ماشومان د بیت الله مسحود تر څارنې لاندې په بیلابیلو مرکزونو کې تر روزنې لاندې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر پیل ته په اشارې لیکلي دي چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون او خلک باید د کاندیدانو د چاڼ کې خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر پیل ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د کاندیدانو صلاحیت به څه ډول تائیدیږي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې راتلونکو انتخاباتو ته ځینو پیژندل شویو او ځینې ګوم نامه کسانو ځانونه کاندید کړي او اوس د انتخاباتو خپلواک کمیسون باید دا جوته کړي چې کوم کاندید څومره صلاحیت لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه د لویدیځ اندیښنې څیړلي او لیکلي دي چې اوس نو ډیره ناوخته ده.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوې د مخکې بري لپاره یو چانس بللې دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د ملګرو ملتونو د سازمان په هغه رپورټ هم تبصره کړې چې ویلي دي د روان کال په لومړۍ څولریزه کې د عامه خلکو مرګ ژوبله په سلو کې څلویښت کمه شوې ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په حواله لیکلي دي چې پاکستان نړۍ ته یو ستر ګواښ پیښ کړې دې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په وروستیو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د طالبانو فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې افراطیان د اسلام اباد دروازو ته رسیدلي دي.
خو اصلاح بیا هم د غويي د اتم د جشن د محدوده لمانځنې او د هغې پیسې په زیانمن شویو خلکو د ویشلو لپاره د ولس مشر کرزي په وروستۍ پریکړې تبصره کړې او هغه يې یوه تاریخي پریکړه بللې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د سیمې د روانو حالاتو په اړه د پاکستان په سیاستونو تبصره کړې او لیکلي دي چې د پاکستانیانو فریب او نیرنګونه به امریکا د طالبانو په وړاندې زنګونو وهلو ته مجبور کړي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې امریکا اوس پدې پوه شوې چې له پاکستان سره يې مرستې په ناوړه توګه لږول شویدي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د طالبانو په کړنو کلک انتقادونه کړې او لیکلي دي چې دوې پخپلو ذهنونو کې زر کلن زاړه افکار پالي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه