ټاکل شوې ده يو نوى خبري تلويزيوني چينل د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون په چوکاټ کې په خپرونو پيل وکړې.
ددغه چينل په پروگرامونو کې به خبرونه ، رپوټونه ، تحليلونه ، سياسي ميزونه او مستندپروگرامونه شامل وي
په همدې هدف په دغو پستونو کې ښځينه او نارينه مينه والو ته اړتياشته
١_ برودکاست ژورناليست ( شپاړلس تنه )
٢_ دکورنيو خبرونو مسوول او د مسوول مرستيال .
٣_ د بهرنيو خبرونو مسوول او د مسوول مرستيال.
٤_ د مستندو او غيرخبري مستندو پروگرامونو مسوول او د مسوول مرستيال
٥_ د مستندو او غير خبرې پروگرامونو برابرونکي ( اته تنه)
٦_ دسياسي – اقتصادي مسالو تحليلگران ( ٤ تنه )
٧_ ويندويان ( اته تنه )
هغه مينه وال چې د هيواد،سيمې او نړۍ د سياسي ، ټولنيزو او فرهنگي مسالو په باب ژور معلومات ولري . په پښتو او دري ژبو بشپړ واکمن وي له انگليسي ژبې سره بلدتيا ولري ، دتلويزيوني خپرونو لپاره مناسب غږ او څيره ولري او د کمپيوتر په کار کې د مهارت خاوند وي ، کولاى شي خپل غوښتن ليک يو عکس او پيژندپاڼه ( CV) د روان کال د ثور د مياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې په دغه rtanewstv@gmail.com ايميل پته وليږئ .