سوات کې د “عدل ریګولیشن” تر پلي کیدو وروسته دغه موضوع د پاکستان په مطبوعاتو کې د خبرو او بحثونو دپاره توده او جالبه موضوع جوړه شوه ـ پاکستاني ژورنالیستان او لیکوالان کوم چې وار دمخه په دوو ډلو ویشل شوي وو ،ددې بل له تصویبدو ورسته لاپسې جدا جدا شول ـ اول الذکر ډلې طالبان مجاهیدین او هیروګان اولس ته معرفي کول او بلې ډلې طالبان ورانکاري او د پاکستان او د سېمې د هیوادونو دپاره زهر قاتل ګڼل ـ لومړې یادې شوې ډلې کې شامل ژورنالستانو شمېر نزدې ۹۶ په سلو کې وو،په اخرالذکر ژورنالیستانو او لیکوالانوته د امریکا د تالي څټو ،د یهودو د ګوډاګیانو او لېبرل فاشسټانو لقبونه ورکول ـ
سوات کې د “شرعي نظام” تر پلي کیدو ورسته داسې ښکاري لکه چې ټول لیکوالان” لېبرل فاشسټان “شوي وي ،دوي ټول اوس د طالبانو شریعت ته د شک په سترګه ګوري او په زړه زړه کې په دې خبره ځان ملامت کوي چې” هغه ” چا چې دوي ته طالبان هیروګان ورپېژندلي وو،هغه خو دهغې برعکس دي ـ یعنې “ګنګا اُلټي بهتي هی” ـ
ددې سربیره د الطاف حسین مطبوعاتي اعلامیې (څوک چې له اولې ورځې ددغې تړون مخالف دی )د ورځپاڼو په لمړنۍ پاڼه خپریږي او نه یوازې دزیاتو لوستونکو نظرونه جلبوي بلکې زیاتره لیکوالان او لوستونکي د الطاف حسین د شخصیت په اړه بیا د سره سوچ کولو ته مجبور شوي دي ،تر دې چې اوس یو شنونکی په اسانۍ سره دا اندازه لګولی شي چې که طالبانو د کلاشنکوف په زور عدل ریګولیشن په پارلیمان ومنلو او په سوات او سېمه یې د خپل بري بیرغونه ورپول خو ددې سره سره یې د پاکستان دننه موجودو هغو خواخوږو څخه هم لاس ووینځلو چا چې د دیرشو کلنو راهسې ددوۍ دپاره اولسي ذهنونه تیارول او تل یې ددوۍ وکالت کولو ـ