نوټ:
فرناز کليفي، علي دادپى، او پويان مشايخي د اپريل پر ١٩، ٢٠٠٩ د نيويارک ټايمز په ورځپاڼه کي “د ايران ينکي اتل” تر عنوان لاندي يو ډېر په زړه پوري مطلب خپور کړى دى. کيسه د ايران مشروطيت انقلاب ده. د ايران همدا مهم سياسي پېر چي له ١٩٠٥ څخه شروع کېږي او تر ١٩١١ پوري رسېږي، د ايران په تاريخ کي د ازادۍ، مشروطيت، او اساسي قانون د مبارزاتو زرينه دوره گڼل کېږي. د اکثرو ايراني سياسي ډلو څرک په همدې دوره کي بايد وڅېړل سي. په عين حال کي، د شلمي پېړۍ په لمړۍ لسيزه کي، د افغانستان مشروطيت نهضت هم منظم کېده. همدا، کلونه په ټول شرق کي د هيلي، ازادۍ، او مشروطيت د خوځښتونو پېر دى. تر ټولو مهمه مسله دا ده چي پدې پېر کي په افغانستان، ايران، او حتى گرده مينځني ختيځ کي نشنلسټ او سيکولر مبارزينو مخکښ نقش لره. همدا وجه ده چي پدې دوره کي تاريخ مخ په وړاندي حرکت کوي، نه نن ورځي په شان چي مذهبي ډانگيانو د تاريخ په شا ټمبولو ته ملاتړلې ده. څرنگه چي مطلب لنډ او په زړه پورى دى نو بنا بشپړ ترجمه سوىدى.
متن:
ښايي فقط د گوتو په شمار امريکايانو د هاورډ کانکلين بسکرويل نوم اورېدلى وي، مگر د هغه د نامه سره اکثره ايرانيان اشنا دي. ښاغلى بسکرويل د متحده ايالاتو د نيبراسکا ايالت وو. کله چي بسکيرويل د پرينسټن مدرسې څخه فارغ سو، سمدستي ايران ته د مسيحيت د تبليغ په منظور روان سو. پدې وخت کي هغه ٢٣ کلن وو. دا وخت کال ١٩٠٧ وو. بسکيرويل ځوان او ايډيالسټ وو، او په عين زمان کي، په ايران کي هم ايډياليزم غرې وهلې.
ايران ته د بسکرويل تر رسېدو يو کال مخکي، د ايران ناروغه پاچا، مظفر الدين شاه، بالاخره د عامه ايرانيانو د فشار له کبله د مشروطيت او اساسي قانون سره موافقه وکړه، او ايران پخپل دوه نيم زره کلن تاريخ کي د لمړى ځل لپاره د اساسي قانون خاوند سو. يو پارلمان- مجلس- تاسيس سو، په هر ولايت کي ښاري شوراگاني انتخاب سوې. پدې وخت کي، ښاغلى بسکرويل په تبريز کي په يوه مکتب کي معلم وو. په عين حال کي، تبريز د مشروطه غوښتونکو پوخ مرکز وو، او د تبريز ښاري شورا په ملي سويه مخکښ رول لوباوه. اکثرو ايرانيانو گومان کاوه چي د بدلون وخت را رسېدلى دى.
خو د ايران ناجوړه پاچا په ١٩٠٧ کي مړ سو، او د هغه زوى محمد علي شاه چي له يوې خوا پر روسانو مين وو او له بلي خوا مستبد او د مشروطه انقلاب سخت مخالف وو، پاچا سو. د هغه سلطنتي عسکرو چي روسي افسرانو يې قومنداني کوله، پر مجلس باندي يرغل وکړ. سمدستي، اساسي قانون لغو سو. سياستوال، ژورناليسټان، او د مشروطه انقلاب مشران غر غره سول.
لدې نه پس، سلطنتي قواوو تبريز محاصره کړ. تبريزيانو مقاومت او مقابله غوره کړه. ښاغلى بسکيرويل ددې پر ځآى چي د امريکا په قونسلگرۍ ننوځي او خپل سر او ژوند وساتي، د بې وسلو او کلا بندو تبريزي مشروطه غوښتونکو او مبارزينو په مقدم صف کي ودرېد. ځوان امريکايي ايډيالسيټ به ويل،” زما او ايرانيانو تر مينځ يوازنى غټ توپير زموږ د زېږېدو مختلف ځآيونه دي، خو دا مهم توپير ندى.”
د تبريز د مقاومت په ترڅ کي، بسکرويل د ١٥٠ ايراني مشروطه غوښتونکو مبارزينو قومندان وو او وظيفه يې د ښاري دفاعي استحکاماتو ساتل او دفاع وه. د مقاومت په دريمه اونۍ، د اپريل ١٩، ١٩٠٩، بسکرويل ته ماموريت ورکړه سوو چي د ښار محاصره ماته کړي او ښاريانو ته ډوډۍ او خوراکي مواد برابر کړي. بسکرويل د خپلو يارانو سره يو ځآى نېغ په نېغه پر سلطنتي قواوو بريد ښخ کړ، او په نتيجه کي يوه مرمۍ د بسکرويل تر زړه سيده ووته، او ځآى پر ځاى يې شهيد کړ. هله، بسکرويل د ٢٤ کالو او ٩ ورځو وو.
سږکال د اپريل پر ١٩ د هغه د مرگ سلم تلين دى. که څه هم، د ايران او امريکا اړيکي خړي پړي دي، خو بسکرويل تر اوسه هم د امريکايي اصولو، قدرونو، او خيالونو د يوه رشتين استازى په توگه په ايران کي لمانځل کېږي. په ٢٠٠٥ کي، جمهورريس محمد خاتمي د تبريز د اساسي قانون په ودانۍ کي د ښاغلي بسکرويل يوه مجسمه کښېښوده. تر اوسه پوري په تبريز کي د هغه پر قبر باندي هره ورځ يو څوک تازه ژړ گلونه اېږدي. د ايرانيانو لپاره هاورډ بسکرويل د ايران امريکايي شهيد دى.