نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۲۳ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې خبر ورکړې چې د افغانستان او پاکستان مشران به ډیر ژر په واشنګټن کې له ولس مشر اوباما سره وګوري.
ورځپاڼې د همدې په سر کې د امریکا ددفاع د وزارت دا اعتراف هم راغستې چې ویلي دي چې په افغانستان کې روان جنګ د سولې لپاره ندې پیل شوې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په افغانستان روانې هڅې په اصل کې د یو پیاوړي ماهره او تجربه لرونکي پوځي ځواک د رامنځ ته کولو لپاره دي.
په ورځپاڼه کې د امریکا ددفاع د وزارت یو دې چارواکي په حواله دا هم لیکل شویدي چې افغان ملي پوځ به پس له دې په ټولو پوځي عملیاتو کې برخه اخلي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر پدې څرګندونو تبصره کړې چې ویلي دي چې تاوتریخوالې له افغانستان نه پاکستان ته تللې دې.
ورځپاڼې پخپله تبصره کې لیکلي دي چې لمر په دوو ګوتو نه پتیږي او ټول پوهیږي چې ترورستان له پاکستان نه افغانستان ته راځي.
ورځپاڼې له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره روانو هڅو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي چې ایا د تور لسټ موجودیت پدې برخه کې خنډ ندې.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې ددې ستونزو حل جدي پاملرنه غواړي.
د ملي ارمان نا دولتي ورخپاڼې نن هم پخپله سرمقاله کې د ملي شورا په کړنو د سختو انتقادونو ترڅنګ له ټولو رسنیو نه غوښتې دي چې د ملي شورا او د وکیلانو خبرونه دې نه خپروي.
ورځپاڼې خپل بل مطلب هم د ملي شورا فعالیتونو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې په ولسي جرګه کې فساد روان دې.
په ورځپاڼه کې د حکومت اجرات هم څیړل شوي او لیکل شویدي چې د مهرو بدلول ستونزې نشي هوارولې بلکه پکار ده چې د چارو د پرمخ بیولو لپاره په تګ لارو کې اساسي بدلونونه راوستلې شي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د قومي ملیشو د جوړولو لپاره په روانو هڅو تبصره کړې او ددې طرحې په کامیابیدو يې شک څرګند کړې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام په عراق کې د قومي ملیشو طرحه یوه بریالۍ تجربه بللې خو پوښتنه يې کړې چې ایا دا تجربه به په افغانستان کې بریالۍ وي او ایا داسې څه ضمانت شته چې په راتلونکې کې به نورې ستونزې و نه زیږوي.؟
ورځپاڼې بیا هم په پاکستان کې د طالبانو مخ په زیاتیدونکو فعالیتونو ته په اشارې چې د ورځپاڼې په وینا ورځ تر بلې ناوړه حالت غوره کوي لیکلي دي چې په پاکستان کې طالبستان جوړیږي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په وروستیو سیلابونو کې زیانمن شوي خلک زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې دولت غواړي چې د شتو خنډونو په لرې کولو سره په هیواد کې د سولې د راوستلو بهیر لا ګړندې کړي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا افغانستان ته د امریکا د لوې درستیز سفر ته په اشارې لیکلي دي چې مایک مولن په میدان وردکو ولایت کې د قومي ملیشو د جوړولو بهیر ولید.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د سودا د زده کړې په پروګرامونو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا پروګرام باید په جدي توګع تعقیب شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د روان په روانو پیښو او د طالبانو په فعالیتونو تبصره کړې ده.