کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۲۲ نیټه
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د حکومت د وزیرانو په استیضاح کې د ملي شورا په چلند کلک انتقاد کړې او لیکلي دي چې دغه ورځپاڼه به د احتجاج په توګه د یو نا معلوم وخت لپاره د ملي شورا فعالیتونه تر پوښښ لاندې نه راولي.
ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو شمیر ته په اشارې چې د ورخپاڼې په وینا له شلو نه اوښتې پوښتنه کړې چې ایا په دوې کې داسې څوک شته چې د خلکو درد دوا کړي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د کورنیو چارو د وزارت د سړک بندیدل د لاسي صنایعو مارکیټ له ماتې سره مخامخ کړې دې.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې له ولس مشر کرزي سره د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو د استازو لیدنې په یو یو مطلب خپور کړې او د ولس مشر کرزي په حواله يې لیکلي دي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ددوې ګډون ډیر مهم دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې پدې مسلې تبصره کړې چې د غويې په اتمه نیټه د جشن د لګښتونو لپاره ځانګړې شوې پیسې اوس سیلاب ځپلو ته ورکولې کیږي.
د ورځپاڼې بل مطلب په افغانستان کې د بې کارۍ او د هغې لاملونو ته ځانګړې شوې او هغه د هیواد یوه اساسي ستونزه بلل شوې ده.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د سوات په دره کې د پاکستاني طالبانو د یو ویاند په حواله لیکلي دي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو د مرستې لپاره افغانستان ته ځي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام ددغه ویاند په حواله لیکلي دي چې اسامه بن لادن کولې شي سوات ته ورشي او هلته له دوې سره د یو ورور په توګه ژوند وکړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې رامنځ ته کیدونکو ائیتلافونو ته په اشارې د ملي جهبې د ویاند په حواله لیکلي دي چې مارشال فهیم د ولس مشر کرزي ملاتړ کوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وروستیو بریاو ته په اشارې دغه ټیم ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د نشه يې توکو د قاچاق وړونکو جنګ سالارانو او د جنایت کاره ډلو پر ضد د جدي مبارزې غوښتنه څو څو په هیواد کې امنیتي ستونزې هوارې شي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې دا یوازې طالبان ندي چې د هیواد امنیتي وضعه يې ګډه وډه کړې بلکه د نشه يې توکو قاچاق وړونکي، جنګ سالاران او جنایت کاره ډلې هم پدې کې مهمه ونډه لري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په پاکستان کې د افراطیانو فعالیتونه هم څیړلي او هغه يې د سیمې امنیت ته یو ستر ګواښ بللې دې.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په وروستیو حالاتو بیلابیل خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وروستۍ بریا ته په اشارې لیکلي دي چې له هیواد سره مینه او زیار ددې بریا راز دې.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې پدې ټینګار کړې دې چې له وسلوالو طالبانو سره د پخلاینې هڅې باید عملي بڼه ولري.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د افغانستان جنګ د اوباما لپاره یوه داسې کنده ده چې وتل ترې ګران دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند مسله راغستې او لیکلي دي چې داسې معاملې د افغانستان په امنیتي وضعې ناوړه اغیزه کوي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د افغانستان ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو زیاتول منطقي ندي بلکه د افغان ځواکونو پیاوړ کول به ارزانه تمام شي.