تيره ورځ د جلال آباد ښار کې د څو ساعتونو له پاره وځنډيدم. په ديوالونو او ونو مې نظر پريوت چې د شبنامو په څير پاڼې په هر ګوډپېر کې ځړيدلې وې. په دې پاڼو کې د ننګرهار ولايت د بريښنا له رياست نه د جلال آباد ښاريانو سخت شکايت کړی و. په دې پاڼو کې ليکل شوي وو چې:
(( څرنګه چې تاسې ټولو ته مالومه ده چې د ښار برق شخصي شوی دی او د پوښتنې کولو څوک نه شته. د بريښنا د رياست يو تن کارکوونکی چې هميشه ګل نوميږي او د توزيع امر دی، له هر کور نه چې ٢٤ ساعته برق ولري د مياشتې ١٠٠٠٠ افغانۍ اخلي او د هرې بابريکې نه د ورځې د ١٠٠٠٠ افغانيو غوښتنه کوي. په دې موضوع د ننګرهار ولايت ټول چارواکي خبر دي او سترګې ورباندې پټوي. د توزيع ته چې کله څوک د برق له نشتوالي شکايت وکړي، نو په ډېر تکبر وايي:
– زه د ننګرهار والي يم او د هيچا پروانه لرم.
که د برق د نشتوالي له امله کوم چارواکي ته شکايت وشي، په هماغه شيبه يې برق ځي او بيا راتګ يې د چارواکو په مهربانې پورې اړه لري. که د برق امر يو څوک له والي څخه واخلي او د توزيع امر ته مراجعه وکړي، شل ديرش زره روپۍ رشوت غواړي او چې يو هفته دوه هفتې تيريږي نو بيا يې پرې برق قطع کړی وي. په دې صورت کې ښاريان مجبور دي چې د برق د توزيع له امر سره معامله جوړه کړي. په دې ټولو پيښو د ولايت چارواکي، څارنوالي، قومانداني امنيه، د ملي امنيت منسوبين خبر دي، خو له دې ويرې چې شخصي برق يې قطع نه شي ټول چپه خوله پاتې دي. په کومو سيمو کې چې برق ٢٤ ساعته ورکول کيږي، هغه يې خصوصي سيکټور ته حواله کړی دی او د يوه کيلو واټ څلويښت افغانۍ غواړي.))
دا په داسې حال کې ده چې اوړی په رارسيدو دی او د جلال آباد سوځونکي ګرمي به د بريښنا د نيشتوالي له وجې د ښاريانو ستونزې لا پسې ډېرې کړي.
د فرياد ننګرهاري ليکنه