ملت ته د حكومت د حساب وركونې په لړ كې د مخابراتو وزير انجينر اميرزي سنګين د مخابراتي خدمتونو د سيمې پراخوالى، د ګډونوالو په كچه كې زياتوالى، پانګه اچونه، د دولت د عوايدو لوړېدل، خلكو ته د كار آسانتيا برابرول او د نوري فايبر شبكې تمديدول د دې وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل او د خپلو كارونو په ترسره كولو كې له امنيتي ستونزو څخه سروټكاوه.
د مخابراتو وزير د حساب وركونې په لړ كې څرګنده كړې، چې په افغانستان كې تر اوسه پورې د مخابراتو په برخه كې د بهرنيو پانګه والو لخوا يو ميليارد او دوه سوه ميليونه ډالر پانګونه شوې. د هېواد په سلو كې۸۰ وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسۍ لري، نوموړى څرګندوي كه په ټول هېواد كې امنيتي ستونزې اوارې شي، دوى به وكولاى شي چې هېوادوالو ته سل په سلو كې مخابراتي خدمتونه وړاندې كړي. نوموړى وايي چې په ۱۳۸۶ لمريز كال كې په هېواد كې پنځه نيم ميليونه كسانو ټليفونونه كارول، چې دا شمېره په ۱۳۸۷ لمريز كال كې ۹،۵ميليونو كسانو ته ورسېده.
نوموړى د مخابراتي خدمتونو د پراختيا په اړه وايي، چې د هېواد شمالي ولايتونه په پوره ډول تر پوښښ لاندې دي، خو دغه خدمتونه بيا د هلمند، پكتيا، پكتيكا، زابل، فراه، او غور په ولايتونو كې د امنيت د نشتوالي له امله او په باميانو، دايكندي، نورستان او ارزګان په ولايتونو كې د غرنيو سيمو له امله په پوره ډول پراختيا نه ده موندلې.
د مخابراتو وزير، ويلي چې په تېر كال كې يې ۱۶۹ ميليونه ډالره پانګه اچونه كړې ده، او په همدې كال كې يې د دولت خزانې ته ۹۰ ميليون ډالره عايد وركړى دى.
د اميرزي سنګين د وينا له مخې په ۱۳۸۷ لمريز كال كې د مخابراتو په برخه كې ۱۵ زره كسانو ته د كار زمينه برابره شوې ده. او په تېر كال كې د دې وزارت پرمختيايي بوديجه ۹۵ ميليون ډالره وه او د مخابراتو وزارت توانېدلى چې له دې بوديجې څخه ۵۲ ميليون ډالره مصرف كړي.
د لوړو زده كړو وزير ډاكټر محمد اعظم دادفر ويلي، چې نوموړى وزارت به په نژدې راتلونكي كې خپل پنځه كلن پلان معرفي كړي، نوموړي زياته كړې چې، ظرفيت جوړونه د دې وزارت له كاري لومړيتوبونو څخه ده. د لوړو زده كړو وزارت په دې هڅه كې دى چې متخصصين وروزي ترڅو وروسته له دې څخه هېواد بهرنيو متخصصينو ته اړتيا ونلري.
دادفر د لوړو زده كړو وزارت د درسي نصاب د څومره والي د پراخيتا كمېټه، د څېړنو او خپرونو د ځواكمنتيا كمېټه، په پوهنتونو او د لوړو زده كړو په موسسو كې د ظرفيت لوړول، په ځينو پوهنتونونو كې د ماسټري د دورې پيلېدل، په پوهنتونونو او د لوړو زده كړو په موسسو كې د ۱۲ ډيپارټمنټونو او ۶ پوهنځيو رامنځ ته كول، د څرنګوالي او څومره والي له مخې د لوړو زده كړو پراختيا، بهرنيو هېوادونو ته د ماسټرۍ، لېسانس، دوكتورا او لنډ مهاله زده كړو لپاره د ۱۵۴۱ زده كوونكو لېږل او د كانكور آزموينې زوړ سېستم په يوه پرمختللي كمپيوټري سېستم بدلول، له ۸۰ زره داوطلبانو څخه د كانكور د آزموينې اخيستل د لوړو وزارت د تېر له لويو لاسته راوړنو څخه وبلل.
د پوهنې وزير ډاكټر غلام فاروق وردګ د هغو تړل شوو ښوونځيو څخه چې په تېرو كلونو كې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوې وې د بيا پرانيستو خبر وركړ. نوموړي زياته كړه، چې د ۶۵۰ تړليو ښوونځيو له ډلې څخه يې۱۷۰ ښوونځي بېرته پرانيستي دي. او سږ كال به ۴۸۱ نور تړل شوي ښوونځي هم پرانيزي.
نوموړي په لومړيو ټولګيو كې د ۸۳۲ زرو شاګردانو شاملېدل، له دوولسم ټولګي څخه د ۷۹ زره شاګردانو فارغېدل، ۱۱۱ خصوصي ښوونځيو ته د فعاليت د جواز وركول، د ۶۶۲ نويو ښوونځيو د ودانيو جوړول، د لومړنيو ښوونځيو لپاره د ۳۸ ميليونه درسي كتابونو چاپ او توزېع، د لېسې د دورې شاګردانو لپاره د ۶۱ ميليونو درسي كتابونو چاپ او توزېع او د دارالمعلمينو په شمېر كې ډېروالى راوستل د وزارت د تېر كال له مهمو عمده فعاليتونو څخه بولي.
وردګ زياته كړه، چې له يوولس نيم ميليونو هغو ماشومانو له ډلې څخه چې ښوونځي ته د تلو وړ دي. د اقتصادي، امنيتي او ټولنيزو ستونزو له امله له زده كړې څخه بې برخې دي.
فاروق وردګ وايي، چې تر ۱۳۹۹ لمريز كال پورې به د هېواد هېڅ ماشوم له زده كړې څخه بې برخې نه وي او هېڅ كس به له زده كړې بې برخې نه شي.
نوموړي د مسلكي كدرونو او په ډېرو ولايتونو كې د ښځينه ښوونكو نشتوالى، د ظرفيت ټيټوالى او د بوديجې كموالى د دې وزارت ستونزې وبللې.
د كابل ښاروال عبدالاحد صاحبي ومنله، چې په نوموړې اداره كې فساد رامنځ ته شوى دى. خو د پخوا په پرتله لږ شوى دى.
نوموړي، د كابل په سېند باندې د شاه دوشمشېره (ع) په سيمه كې د يوه پل جوړول، د ډېرو سړكونو د څنګ ويالو رغول، په يوه اندازه فرعي سړكونو باندې د جغلونو اچول، د زاړه ښار د۳۰ متره سړك بيارغونه او د رحمن مېنې د ۶۰ متره سړك رغول يې د كابل ښاروالۍ د تېر كال د لويو كارونو په توګه ياد كړل.
د نوموړي د وينا له مخې، د كابل ښاروالۍ د تنظيف د ادارې تر۳۰ ميليون متر مكعبه ډېر جامد او له ۱۴ زره متر مكعب څخه ډېر هم مايع كثافات له ښار څخه بهر ته لېږدول، د ښار له سړكونو څخه د غرفو او لاس پلورونكو ويستل، د مكروريانو اوسېدونكو ته د اوبو وېشل او د مكروريانو د شنو سيمو اوبول، د تېر كال په بهير كې ترسره كړي دي.
صاحبي څرګنده كړه، كابل ښاروالۍ په تېر كال كې د اساسي ودانيو د كنټرول، د پرمختيايي پروګرامونو پلي كول او طرح كول، استملاك، د ماركېټونو تنظيمول، د كلتوري او ټولنيز خدمتونه وړاندې كړي دي.
نوموړي د زورواكو له خوا د دولتي ځمكمو غصبول، د غيرمعياري لوړو ودانيو او ښارګوټو جوړول، د ژوند چاپېريال او ښار شين والي ته د خلكو نه پاملرنه او د ښاروالۍ په كارونو كې د ځينو دولتي ادارو لاسوهنه د دې ادارې له مهمو ستونزو څخه وبللې.
د مركزي احصايې مشر عبدالرحمن غفوري د دې ادارې په كلني كاري راپور كې ويلي، چې نوموړې ادارې د كافي پرمختيايي بوديجي د نه لرلو له امله څه ډول چې ښايېدل فعاليت نه دى كړى.
نوموړي د مسلكي كسانو او بوديجي نشتوالى، امنيتي او سياسي ستونزې او د ظرفيتونو لږوالى د هېواد د سرشمېرنې د سرته نه رسېدو په برخه كې خنډونو ته ګوته ونيوه. او زياته يې كړه چې د هېواد د احتمالي نفوس ۲۵،۵ ميليونه له ډلې څخه په سلو كې ۵۲ بېوزله دي.
د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزير وايي، چې په هېواد كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو شمېره ورځ په ورځ ډېرېږي، كه چېرې په دې برخه كې جدي ګام وانه خيستل شي كېداى شي په نشه يي توكو د روږدو كسانو شمېره نوره هم ډېره شي.
جنرال خدايداد وويل، چې په هېواد كې د ترورېزم او بې ثباتۍ لوى عامل نشه يي توكي دي چې په اوس وخت كې نوموړي توكي په هغه سيمو كې توليدېږي چې هلته جګړه روانه ده. د نشه يي توكو وزارت په دې توانېدلى چې په ۱۳۸۷ لمريز كال كې هغه ولايتونه چې نشه توكي نه پكې كرل كېږي له ۱۳ څخه ۱۸ ته لوړ شوي دي او د كوكنارو۵۴۸۰ هكتاره كښت له منځه وړل شوى دى.
دوى هيله څرګنده كړې چې سږ كال به له كوكنارو څخه پاك ولايتونه ۲۳ ته ورسېږي.
نوموړي په هېواد كې د روږدو كسانو د تداوي لپاره د مركزونو له كمښت څخه اندېښنه څرګنده كړه، ځكه چې په اوس وخت كې د خدايداد په وينا په هېواد كې تر يو ميليون كسانو ډېر په نشه يي توكو روږدي دي.
ملت ته د حساب وركونې په لړ كې د ملي دفاع وزير سترجنرال رحيم وردګ وويل، د امنيت د راوستو لپاره د هرو زرو كسانو لپاره شپږ يا اووه سرتېري رسېږي. چې دا يوه ډېر لږه اندازه ده. د دفاع وزير په دې نظر دى، چې دا اندازه نظر عراق ته چې هلته د هرو زرو كسانو لپاره۲۰ سرتېري په دنده ګمارل شوي ډېره لږه ده. نوموړي وويل، چې په تېر كال كې د ملي اردو شمېر ٨٦٠٨٩ سرتېرو ته ورسېد.
د بن په كنفرانس كې د افغانستان لپاره د ملي اردو ۷۰ زره سرتېري په نظر كې نيول شوي و، چې وروسته بيا ۸۶ زره او په اوس وخت كې ۱۳۴ زره په نظر كې نيول شوي دي.
ښاغلي وردګ څرګنده كړې چې د دې شمېرې دوه چنده ته اړتيا ده.
وردګ وايي، چې د تېر كال په بهير كې ملي اردو ۱۰۶۱ تنه مخالفين نيولي، ۳۰۹۵ يې وژلي او ۱۰۳۲ يې زخمي كړي دي، همدارنګه د تېر كال په بهير كې د ملي اردو ۳۶۸ سرتېري وژل شوي ۱۱۳۷ يې زخمي شوي او ۷ كسه يې بنديان شوي دي اوپه همدې ډول په تېر كال كې ۲۹ زره كسان له ملي اردو سره يو ځاى شوي، چې ټول كسان د ټاكل شوو معيارونو او قومي جوړښت له مخې ټاكل شوي دي.
نوموړي څرګنده كړه، چې د هېواد په بېلابېلو برخو كې يې د استخباراتو ۳۲ سيمه ييز دفترونه پرانيسي دي.
ښاغلي وردګ د هوايي ځواك په چوكاټ كې د دويم ځل لپاره د هوايي ځواك د تشكليل رامنځ ته كول د دې وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه وباله.
نوموړي د ۱۷۴۵۹ ميله سپكې او درنې وسلې او د ۱۰۸۰۸ بېلابېلو نقليه وسايطو برابرول د راتلونكي كال د پلان په توګه ياد كړل.
د حساب وركونې په درشل كې د عامې روغتيا وزير سيد محمد امين فاطمي، د ۵۵ سنده پاليسيو، قوانينو، لوايحو، او ستراتيژيو جوړول، ۲۹۱ فرعي كلينيكونه رامنځ ته كول، ۵۴ ګرځنده كلينيكونو جوړول او بېلابېلو كمپاينونو په لاره اچول، د دې وزارت د تېر كال له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل.
نوموړي زياته كړه چې تر اوسه د كارونو په څرنګوالي كې ستونزې موجودې دي. په تېر كال كې يې ۶۶ اساسي روغتيايي مركزونه جوړ كړي، او د ۱۰۷ روغتيايي مركزونو د جوړولو كار يې د ولايتونو په بېلابېلو ولسواليو كې پيل كړى دى چې له ۷۰ څخه يې تر ۹۵ سلنې كار بشپړ شوى دى.
نوموړي د درمل د ۴۹۹ عمده پلورنځيو پرانيستل، د درملو د توريد شركت، د ۸۶ ټنه تاريخ تېر درملو او ۶۵ ټنه تاريخ تېرو خوراكي توكو سوزول، د تېر كال د خپلو خصوصي څانګو د عمده كارونو په توګه ياد كړل.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په تېر كال كې ۲،۸ ميليونه معلوماتي بروشرونه، له ۷،۹ ميليونه څخه ډېر پوسترونه او ۶۵ زره روغتيايي او ټلويزيوني پيغامونه خپاره كړي دي.
په تېر كال كې د دې وزارت پرمختيايي بوديجه ۱۱۲ ميليون ډالره وه چې له دې كچې څخه ۶۵ ميليونه لګول شوې.
د سوداګرۍ وزير وحيدالله شهراني د دې وزارت د تېر كال كارونه بريالي بللي، زياته يې كړه، چې د نړيوالې سوداګرۍ لپاره يې ستراتيژيكې موخې برابرې كړې او د خصوصي سكتور لپاره يې ښه شرايط برابر كړي دي.
د نوموړي د وينا له مخې نوموړى وزارت د يوه پاليسي جوړوونكى په توګه خپل اساسي رول د تګلارو د پلي كولو د بازار د تنظيم او د يادو شوو موخو لپاره د آسانيتاوو برابرولو دنده په غاړه لري. نوموړي همدارنګه څرګنده كړه، چې په هېواد كې يې د يوه كال په ترڅ كې له دوو څخه تر دريو ميليونو پورې نفتي توكي په مصرف رسېږي، چې په دې برخه كې د سوداګرۍ وزارت هڅه كوي ترڅو سوداګرو ته نورې آسانتياوې هم برابرې كړي.
د مركزي بانګ عمومي رييس عبدالقدير فطرت د مركزي بانګ د تېر كال فعاليتونه وړاندې كړل، نوموړي بانګي سېستم د هېواد لپاره د يوه بريالي سېستم په توګه ياد كړ.
نوموړي زياته كړه چې د اهدافو د تحقق لپاره يې يوه پنځه كلنه ستراتيژي جوړه كړې چې د تېر كار له لويو لاسته راوړنو څخه يې ده.
د ماليې وزير ډاكټر عمر زاخېلوال د خپل كاري راپور په مهال وويل، چې په تېر كال كې يې د كورنيو عوايدو د ټولولو په برخه كې د دې ادارې كړنې د يادولو وړ دي. خو د پرمختيايي بوديجي د مصرف كچه د ځينو ځانګړو دلايلو له مخې ټيټه وه.
د ده د وينا له مخې په تېر كال كې كورني عوايد ۴۱،۵ ميليارد افغانيو ته رسېدلي چې نظر د ۱۳۸۶ لمريز كال ته يې په سلو كې ۲۳ زياتوالى كړى. چې دې عوايدو په تېر كال كې د دولت د عادي بوديجې ۹۵ سلنه پوره كړې.
زاخېلوال وايي، چې په تېر كال كې د ماليې وزارت عادي بوديجه ۷۳،۸۳ ميليارده افغانۍ او پرمختيايي بوديجه يې ۹۴،۱ ميليارده افغانۍ وه. خو له پرمختيايي بوديجې څخه چې وزارتونو ته وركړل شوې۴۹ سلنه يې مصرف شوې.
د نوموړي د وينا له مخې د ماليې، عامې روغتيا، اوبو او انرژي، كليو پراختيا او مخابراتو هغه وزارتونه دي چې ډېره پرمختيايي بوديجه يې مصرف كړې ده.
د دې وزارت د تېر كال پرمختيايي بوديجه۱۱۳ ميليون ډالره وه چې ۷۰ سلنه يې لګول شوې، خو د ماليې وزير د هېواد د لګښتونو په پرتله د عوايدو لږوالى، په ځينو ادارو كې د عوايدو د ټولولو په برخه كې د ظرفيت ټيټوالى او د ګمركونو په چارو كې د پوليسو لاسوهنه، د دې وزارت له عمده ستونزو څخه وبلل، او د دې ستونزو د اواري لپاره يې د ماليې وركولو د دود ځواكمن كېدل او په دې برخه كې يې د بېلابېلو ادارو مرسته اړينه وبلله.
د ښار جوړونې وزير انجينر يوسف پښتون د تېر كال د فعاليتونو په لړ كې وويل، چې دې وزارت په تېر كال كې ښې لاسته راوړنې درلودې، خو د ملكيتونو غصب، د دقيقې احصايې نه شتون، په ځينو سيمو كې امنيتي ستونزې، د ظرفيت ټيټوالي او د بوديجې لږوالى د دې وزارت له لويو ستونزو څخه وبلل.
نوموړي زياته كړه، چې د كابل ښار ټول سړكونه د اوبو وتلو لاره نه لري، او د ښار ډېرى ودانۍ بدرفت نه لري. د ښار د كانالېزاسيون د جوړولو لپاره۶۵۰ ميليونه ډالره اړتيا ليدل كېږي.
د ښار جوړولو وزير وايي چې په ټول هېواد كې درې ميليونه او پنځوس زره جرېبه ځمكه غصب شوې ده.
دحساب وركونې په دې لړۍ كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالكريم خرم په خپل كلني راپور كې څرګنده كړه، چې په تېر كال كې يې د انګليستان له هېواد څخه ۱۵۰ تاريخي آثار هېواد ته راوړي دي. د ملي موزيم د ۱۰۰۰ ټوټې په شاوخوا كې آثار رغول شوي او ۵۸ تاريخي خطي نسخي د رغولو لپاره جاپان ته لېږدول شوې دي.
د نوموړي د څرګندنو له مخې، د دې وزارت په وړانديز سره يې د اسلامي هېوادونو د اطلاعات او فرهنګ وزيرانو دا منلې چې تر راتلونكو څلورو كلونو پورې به د غزني ښار د اسلامي فرهنګ په پايتخت باندې ونومول شي. خرم دغه وړانديز د اطلاعات او فرهنګ د لويو كارونو په توګه ياد كړ.
حساب وركونه چې په ترڅ كې يې د وزيرانو او نورو لوړپوړو چارواكو لخوا د دوى د تېر كال كاري راپور وړاندې كېدو، د دوى راپور كوم مثبت غبرګون نه درلود، كه كوم وزير خپله بوديجه په ځاى نه وي لګولې هم كومه جزا نه وركول كېږي او كه يې كوم ښه شهكار كړى وي هم كوم مكافات ورته نشته، د ډېرو كسانو په اصطلاح دا ډول حساب وركونه يوازې د ملت سترګو ته د خاورو وشيندل دي نور كومه ښه پايله نه لري. زما په فكر كه حساب وركونه مكافات او مجازات ونه لري، دا يوه ملت ته حساب وركونه نه وي بلكې يوازې به د يوه مطبوعاتي كنفرانس بڼه به ولري او بس.