د هرات ولايت چارواكي وايي د دوشنبې په غرمه ځانمرګى بريد كوونكى د ولايت مقام ته پر ننوتلو توانېدلى و، خو مخكي له دې چي والي ته ځان ورسوي تر هدف دمخه پوليسو ټكان پر وكړل او ځان يې چاودلى چي يوازي دى پكښي وژل سوى او څو نور كسان يې ژوبل كړي دي.
د ولايتي چارواكو په وينا په ټپيانو كي د هرات د ولايتي شورا رئيس همايون عزيزي او څو پوليس هم شامل دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دې حملې مسئوليت ومانه اووايي په دې پېښه كي د ولايت ګڼ شمېر ساتونكي وژل سوي دي.
دا چي حمله كوونكى په كوم شكل د ولايت مقام ته پر ننوتلو توانېدلى وو، تر اوسه معلومه نه ده، خو ولايتي مقامات وايي په دې باب تحقيقات جريان لري.