کور / شعر / پسرلى

پسرلى

چې پسرلى شي هوا بوى له ګلستانه واخلي
فضا د رنګ سالو د ګلو له ګرېوانه واخلي


غوټۍ پلو له مخه لرې کړي پردې لرې شي
بورا سينه په اغزو، شونډې له جانانه واخلي


شپونکى شډلې ګوتې کېدي د شپېلۍ په پردو
د رمې منځ کې مجنون غاړه د ليلى نه واخلي


د رخې اور د سباوون له ښايستونو واخلي
په سر سکروټه د لمر شمع له آسمانه واخلي


ګوندې دانه د مرغلرې شي د ستا د غاړې
د اوبو غېږ کې صدف څاڅکى له بارانه واخلي


چرته وږمه دې پرې د زلفو د بوى پېښه و کړي
ختن د بوى سودا د مشکو له کاروانه واخلي


لکه نسيم دې په مستۍ مستۍ کې و تښنوم
د اننګو سره دې موجونه له خندا نه واخلي


د دنيا ښکلي ستا له مخه طوافونه و کړي
سرګرداني مې هوښ د ستورو له دورانه واخلي


د څپو منځ کې ٫٫ضياء٫٫ لرې د ساحل له شګو
زړه مې سکون د مد او جذر له طوفانه واخلي