کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: په كابل كي چاودونكي مواد ونيول سول

ملي امنيت: په كابل كي چاودونكي مواد ونيول سول


د افغانستان د ملي امنيت رياست په يوه خپره سوې پاڼه كي وايي د دغه رياست مامورينو كابل ښار ته څلور كسان د چاودونكو موادو سره يو ځاى د ننوتلو په حال كي نيولي دي.
د ملي امنيت مسئولين وايي دغه مواد  چي د كابل د باغ علي مردان له سيمي څخه ښار ته وړل كېده ۵۰۰ كيلوګرامه وزن لري.
خبرپاڼه وايي ښايي دغه مواد به د ثور د اتمي د جشن مراسمو د ګډوډۍ او يا نورو بريدونو دپاره انتقالېدل.
د ثور اتمه چي هر كال د پخوانيو مجاهدينو له خوا د اسلامي انقلاب د برياليتوب په نامه لمانځل كېږي، پروسږكال له ټينګو امنيتي ترتيباتو سره – سره د طالبانو په بريدونو كي ګډه وډه سوه.