کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

.
ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۱۹ نیټه.
د راه نجات نا دولتي ورخباڼې په تیرو څلورو کلونو کې د ملي شورا په کړنو انتقاد کړې او لیکلي دي چې خلک له دغه قانون جوړوونکي بنسټ نه مایوسه شویدي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې ملي شورا د خپل کار له پیل نه تراوسه پورې هیڅ یوه ستونزه نده هواره کړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په سیمه کې د پاکستان سیاست او له ترورزم نه ددغه هیواد په ملاتړ تبصره کړې او لیکلي دي چې پاکستان نن هم ستونزې ځیږوي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره په روانو تیاریو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا تیارۍ خپل حساس پړاو ته ننوتلي دي او تمه ده چې د کاندیانو د نوم لیکنې بهیر پیل شي.
ورځپاڼې په عینې حال کې د انتخاباتو لپاره د ډاډمن امنیت د ټینګولو په اړتیا هم ټینګار کړې او لیکلي دي چې دې مسلې ته باید جدي پاملرنه وشي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د لوږې او بې کارۍ ستونزه څیړلې او هغه يې د مهاجرتونو اساسي علت بللې دې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان په اړه د ایران سیاستونو ته په اشارې لیکلي دي چې ایران لا هم خطرناک دې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د افغان پولیسو د روزنې لپاره د ایران د تیاري څرګندولو ته په اشارې لیکلي دي چې که چیرې د افغان پولیسو په روزنه کې ایران ته ونډه ورکړاې شي نو ممکن دا کار د افغانستان ملي ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي.
ورځپاڼې د بهرنیو ځواکونو په پوخي عملیاتو کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې ولس مشر کرزي ته په خطاب کې لیکلي دي چې میلمانه له کنټروله وتلي دي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د وال سټریټ ژورنال د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې پر افغان طالبانو لا د القاعده ژور اغیز نشته.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې طالبان هغه ډله ده چې عموما د ملا عمر تر مشري لاندې کار کوي او نورې ډلې د حکمتیار د حزب اسلامي او د حقاني د شبکې غړي دي.
ورځپاڼې د طالبانو تبلیغاتي فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې د امریکا ددفاع وزارت غواړي چې د طالبانو انټرنیټي سایټونه او د پاکستان په قبایلي سیمو کې ددوې راډیويي شبکې بند کړي.
ورځپاڼې د ډاکټر عبداله د کاندیداتورۍ سره د ملي جبهې د دوو نورو غړو ملي جنبش او د حزب وحدت د مخالفت خبر هم ورکړې او لیکلي دي چې دا دواړه ګوندونه غواړي راتلونکو انتخاباتو ته یو بل ګډ کاندید دروي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي چې نړیوالو د افغان دولت په وړاندې خپل زغم له لاسه ورکړې دې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په افغان دولت ټول انتقادونه د اداري فساد له امله کیږي.
ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په تاریخ هم یو ځغلنده نظر اچولې او ددوې ترمنځ د اړیکو لوړې او ژورې هم څیړلي دي.
د اصلاح او انیس دولتي ورخباڼو هم د افغانستان او سیمې په وروستیو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون جوړول د وخت ضرورت بللې دې.
خو اصلاح بیا دا غوښتنه کړې چې په هیواد کې د سوالګرۍ د له منځه وړلو هڅې باید ګړندۍ شي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د پوهن په ودې تبصره کړې او پدې ترڅ کې د تړل شویو ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره روانې هڅې هم څیړلي دي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې هغه ښوونځي چې اوس مهال په ځینو ولایتونو کې پرانستل شوي باید د امنیتي ګواښونو له امله بیا و نه تړلې شي.
ورځپاڼې د پاکستان په روانو سیاستونو تبصره کړې او لیکلي دي چې په سیمه کې د تروزرم په خلاف په روانه مبارزه کې پاکستان دوه مخې رول لوبوي.