د پښتونخوا ايالت په هنګو كي يوه ځانمرګي نيژدې ۳۰ پوليس وژلي او ۶۳ نور يې ټپيان كړي دي.
پېښه د هنګو په دوابه سيمه كي رامنځته سوې چي د چارواكو په وينا په مړو كي دوه عام وګړي هم شامل دي.
د هنګو د پوليسو مشر فريدخان وايي ځانمرګي د پوليسو مركز ته لارۍ موټر چي په چاودونكو موادو بار وو چاودلى دئ، نو ځكه يې مرګ ژوبله زياته ده.