د افغانستان په شمالي ولايت كندز كي د يوه طالب قومندان د وژلو خبر وركړل سوى دئ.
د امام صاحب ولسوال جمعه خان د چين د زينهووا آژانس ته ويلي چي دغه قومندان ملا سېلاب نومېدئ او د شنبې په سهار د افغان پوليسو سره په يوه جګړه كي وژل سوى دئ.
د نوموړي په وينا ملا سېلاب او ملګرو يې د امام صاحب په ولسوالي كي د پوليسو پر يوه پوسته حمله وكړه چي د حكومتي ځواكونو په متقابلو ډزو كي ووژل سو.
بلي خواته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د ملا سېلاب وژنه تايېد كړې، خو دا يې نه دي ويلي چي هغه د دوى ځايي قومندان وو.
كندز چي په تېرو كلونو كي نسبتاً آرام پښتني ولايت ګڼل كېدئ، په دې وروستيو مياشتو كي هلته هم د طالبانو بريدونه ډېر سوي دي.
تېره اونۍ د كندز والي انجينرمحمدعمر دغه ولايت ته د چيچن او ازبك جنګياليو د ورتګ خبر هم وركړ، او له خلګو څخه يې غوښتي وو، چي د بهرنيو جنګياليو په مقابل كي له حكومت سره مرسته وكړي.