د افغانستان د اطلاعات او كلتور وزير د ولسي جرګې له نننۍ غونډي څخه كامياب راووت او په ولسي جرګه كي د هغه مخالف وكيلان پر دې ونه توانېدل چي حاضر وكيلان د نوموړي په مخالفت كي رايي اچوني ته قانع كړي.
د ولسي جرګې د ځينو وكيلانو او ښاغلي خرم ترمنځ ستونزه د رسنيو پر قانون راپورته سوه، چي وايي د جرګې له خوا تصويب سو، خو د اطلاعات او كلتور وزارت عملي كړى نه دئ.
د اطلاعات او كلتور وزير وايي دوى ځكه دغه قانون نه دئ عملي كړى، چي د هيڅ يوې قانوني مرجع له خوا په رسمي ډول نه دئ ورلېږل سوى.
د دې قانون پر مصوبه باندي تر اوسه ولسمشر كرزي هم د ځينو ملاحظاتو له مخي لاسليك نه دئ كړى.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه كي ۱۳۵ غړي حاضر ول چي ۵۲ كسانو يې د ښاغلي خرم په مخالفت او ۷۱ كسانو په ملاتړ كي رايي واچولې.
د غونډي په پاى كي چي ښاغلى خرم له پارلمان څخه بريالى ووت، د جرګې نورو غړو د هغه د استيضاح مسئله دوې ورځي وځنډول او ښايي د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا پر دې ناندريزه مسئله رايه واچوي.