د پوهني وزارت د هلمند په ولايت كي د اوو ښوونځيو د بيرته پرانيستو خبر وركړ.
د پوهني د وزارت يوه خبرپاڼه چي لر او بر ويبپاڼي ته رسېدلي وايي د دغه وزارت په هڅو د جنګ او نا امنيو له كبله تړل سوي اووه ښوونځي د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په همكارۍ بيرته پرانيستل سوي دي.
د خبرپاڼي له مخي د ۱۳۸۸ كال په جريان كي به د هيواد ۶۵۱ ټول تړل سوي ښوونځي بيرته پرانيستل سي، چي تر اوسه يې د هلمند، غزني، پكتيا، خوست، فراه، روزګان، زاپل او بادغيس په ولايتونو كي ۱۸۴ ښوونځي بيرته پرانيستي دي.