د پروان ولايت په غوربند ولسوال كي د كابل په نوم د يوه شخصي بانك پر موټر وسله وال بريد سوى چي د چارواكو په وينا پنځه تنه پكښي مړه او پنځه نور ټپيان سوي دي.
د كورنيو چارو وزارت مقامات وايي د پېښي د څېړني په خاطر يې سيمي ته پوليس لېږلي دي.
د كابل بانك اداره وايي دغه موټر يې له باميان څخه كابل ته تلئ چي د نامعلومو وسله والو له خوا بريد ورباندي وسو.
د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ.