کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۱۸ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د کاناډا د ټورنټو سټار ورځپاڼې دا سپارښتنه راغستې چې امریکا دې په افغانستان کې له غلطو سیاستونو نه لاس وخالي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې ائیتلافي ځواکونه په افغانستان کې هیڅ ډول منظم سیاسي هدف نلري او دوې نشي کولې دلته بریالي شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د بیان د ازادۍ په اړه د اروپايي ټولنې د استازو اندیښنو ته په اشارې د یو شمیر افغان کارپوهانو په حواله لیکلي دي چې لویدیځوال د بیان ازادۍ د خپلې بې بندوبارۍ په چوکاټ کې غواړي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر هم ورکړې دې چې د کابل شمال په لویه لاره ایراني او روسي وسلې موندل شویدي.
د انیس دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د بیان د ازادۍ مسلې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې په افغانستان کې د رسنیو د ودې لپاره ښه مواقع موجودې دي.
ورخپاڼې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیلې او د هغو د له منځه وړلو لپاره د روانو هحو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره روانې هڅې په افغانستان کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو د شمیر په کمولو کې هم مرسته کوي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو فعالیتونو ته په اشارې د کاناډا د ټورنټو ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې له افغانستان نه د ځواکونو د ویستلو وخت رارسیدلې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې او لیکلي دي چې د کاندیدانو د نومونو د ثبتولو د نیټې له رانږدې کیدو سره د انتخاباتو لپاره روانې تیارۍ یو نوي پړاو ته ننوتلي دي.
ورځپاڼې پخپل دوهم مخ کې د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې د شوې زلزلې او اوښتو زیانونو په اړه پخپل تفصیلي رپورټ کې لیکلي دي چې دې زلزلې درې اوویاو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو تبصرې کړې دي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په مسلې تبصره کړې او پوښتلي دي چې ایا ددې ستونزې د هواري لپاره کوم ځانګړې اقدام کیږي او که نه.
خو اصلاح بیا هم د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون تبصره کړې او پدې ترڅ کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د اروپايي ټولنې د سفیرانو اندیښنې ته په اشارې د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې د مشر په حواله يې لیکلي دي چې اوس مهال درې خبریالان په زندان کې دي.
خو ورځپاڼې د موضوع په دوام د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په حواله لیکلي دي چې دا اندیښنې بې ځایه دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د رسنیو په نوي قانون تبصره کړې او لیکلي دي چې ولې ددې نوي قانون د پلې کولو مخنیوې شوې دې.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې بیا دا پوښتنه کړې چې ایا ملي جبهې د هیواد د سیاسي زعامت د ترلاسه کولو چانس له لاسه ورکړې دې.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې د زلزلې له امله اوښتو زیانونو ته په اشارې لیکلي دي چې خلک د طبعي بیښو نه سخت زیانونه ویني او باید د هغې د مخنیوي لپاره هڅې وشي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې پدې زلزله کې څلویښت کسه مړه شوي او له دریو سوو نه زیات کورونه وران شویدي.
ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د افغان حکومت د هڅو یادونه هم کړې ده.