کور / تازه خبرونه / ننګرهار: زلزله ځپلي كورنۍ بېړنيو مرستو ته اړي دي

ننګرهار: زلزله ځپلي كورنۍ بېړنيو مرستو ته اړي دي


د ننګرهار له شيرزادو ولسوالي څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي د ولسوالي ۶۰۰ كورنيو كرۍ شپه تر شنه آسمان لاندي يخنۍ ته تېره كړه.
دغه ولسوالي وړمه شپه د زلزلې دوو شديدو جټكو ولړزوله چي له امله يې د چارواكو په وينا ۲۱ كسه مړه ۶۰ زخميان او تر ۳۵۰ ډېر كورونه زيانمن كړل.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي سيمه له مركز څخه ليري ده، سره له دې چي پرون د ځينو خيريه موسسو او حكومت له خوا اړين توكي ولسوالۍ ته ولېږدېدل، خو دا مرستي كفايت نه كوي.
بلي خواته زيانمني سوي كورنۍ شكايت كوي چي مرستي نه دي ور رسېدلي او دوى د سرپناه له سختو ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان ولسمشر د يوه فرمان په خپرېدو سره له ځپل سوو كورنيو سره همدردي ښودلې او له اړوندو ادارو څخه يې له هغوى سره د بېړنيو مرستو امر كړى دئ.
همدا راز د طالبانو وياند د اسلامي امارت په نامه د خواخوږۍ پيغام خپور كړى، چي د شيرزادو ولسوالي له اوسېدونكو سره يې خواخوږي څرګنده كړې او وايي په سيمه كي يې خپلو جنګياليو ته امر كړى، چي د مرستندويه موسسو كومكونو ته دي لازمي اسانياوي برابري كړي.