د امريكا حكومت وايي پوځيانو يې په افغانستان او پاكستان كي د طالبانو د تبليغاتي وسايلو (راډيو او ويبپاڼو) د مخنيوي هلي ځلي پيل كړي دي.
د وال سټريټ ژورنال د امريكايي مقاماتو په حواله وايي امريكا غواړي په پاكستان او افغانستان كي د طالبانو د ايف ايم ځايي راډيو ګاونو او انټرنيټي ويبپاڼو مخنيوى وكړي.
طالبانو په وروستيو كلونو كي پر پوځي هڅو سربېره تبليغاتي جنګ ته هم لاس اچولى او د امريكا، افغانستان او پاكستان د حكومتونو پر ضد تبليغات كوي او له دغو لارو خپلو ليكو ته ځوانان جذبوي.
طالبان په خپلو سايټونو كي پر بهرنيو ځواكونو د حملو ويډيوګاني او د ځانمرګو بريدكوونكو ليستونه هم خپروي.
راپور زياتوي چي امريكا به ډېر ژر د طالبانو بې لايسنسه راډيوګاني او ويبپاني ور وتړي.