د هالنډ د هاګ په ښار کي په نړۍ کي د سولي او عدالت د راوستلو او پر اټومي وسلو دمحدوديت تر شعار لاندي څلور ورځنی سمپوزيم تېره ورځ د اپرېل ۱۷پيل سو چي د اپرېل تر ۲۰ پوري به دوام وکړي .
په دې کنفرانس کي په نړۍ کي د سولي د منځه راتلو په اړه د بحث او څېړنو تر څنګ په خاص ډول د افغانستان ، پاکستان او هند د مسايلو څېړل هم په پام کي نيول سوي دي .
دې کنفرانس ته له افغانستان څخه د دفاع وزير ښاغلی وردګ ، د پکتيا ولايت پخوانی والي رحمت الله رحمت ،په افغانستان کي د يوناما لوړ رتبه مامور ابوالحرار راميسفور ، په ولسي شورا کي د کابل استازې شکريه بارکزۍ او د ولسي شورا مرستيال ميرويس ياسيني ته بلنه ورکړه سوې ده .
د کوربه هيواد لخوا د پرانستونکي وينا او هرکلي وروسته لومړی د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال د م .م .د سرمنشي بانکي مون پيغام ولوست، د سمپوزيم په لومړۍ ورځ زياترو ويناوالو د خپلو خبرو پر مهال په پراګ کي د امريکې د ولسمشر باراک اوبامان د وينا د هغه برخي ستاينه او ملاتړ کاوه چي په نړۍ کي يې د سولي د راتګ او اټومي وسلو د استعمال د مخنيوي په برخه کي کړې وي .
د افغانستان ددفاع وزير په دې سمپوزيم کي برخه نه وه اخستې، د ښاغلي رحمت په وينا چي مېرمن شکريه بارکزۍ ، او ميرويس ياسيني به د هالنډ په وخت ماخستن ۱۱ بجې رارسيږي ، د کنفرانس دوهمه او دريمه ورځ به بېلابېل ورکشاپونه جوړيږي چي يو به يې په منځني ختيځ او خاص ډول د افغانستان ، پاکستان او هند پر مسايلو بحث کوي .
د کنفرانس په لومړۍ ورځ ددغو هيوادونو استازو ويناوي واورولې :
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ، سريلانکا ، ايټاليا،هالنډ ،برازيل ،سويډن،روسيه، د امريکا متحده ايالات، عرب متحده ايالات ، چين ،فرانسه ،ناروې ، ايران ،کاناډا ،هند،پاکستان ،اسرائيل او د ناټو سازمان نماينده.