ځه دي وستايم جانانه، ستاکتل زړونه ورواخلي
بس ښکاري- ښکاري ښکلادي، په منګل زړونه ورواخلي
هرشينکی خال دي شاهين دی ،دفکرونويه الوت کښي
که ها يودسړي هېر شي ،هغه بل زړونه وروخلي
پرغونچه- غونچه خولګۍ دي ،وي بهارغوندی خبره
راته وايه! ستاانکاروي . که منل زړونه ورواخلي
په کوم شکل درته ياد کړم ، دخاپوړو داجنت مي
دلته ښکلې پښتونخوا، هلته کابل زړونه ورواخلي
هر يوتوری هر يوبيت مي ،پرې مین دي ملتياره
اوس ورګوره ددې شعر ددې غزل زړونه ورواخلي