له لرغوني غزني څخه د مرڅلې مجلې لسمه ګڼه په ٥٦ مخونو کې ، په ښکلي ډيزاين او د علمي، ادبي، تاريخي ، او فرهنګي مضامينو په لرلو سره د ځوان ليکوال او ژورناليست محمداشرف غيرت په زيار ، او مسول مديريت تازه له چاپه را وتلې ده.
د مرڅلې پر له پسې لسمه ګڼه د (د دويم كال دويمه، لړم-لېندۍ ۱۳۸۷ لمريز كال) ګڼه چې په ۵۶ مخونو كې چاپ شوې ده، د ادارې له خوا پر خپرې شوې سرليكنې سربېره د استاد اسدالله غضنفر، ،علم ګل سحر، ومان نيازي، صديق الله بدر، اجمل پسرلي، يونس برهان، شېراحمد حيدر، اسدالله جلالزي، نصيراحمد احمدي، ډاکتر عيسى ستانکزي، اشرف غيرت، نسيم پسرلي، وحيد اندړ، داد محمد ناوک ، ميرولي او ګڼو نورو ليكوالو او شاعرانو تاريخي ، ادبي، فرهنګي او علمي ليكنې، ژباړې او شعرونه پكې چاپ شوي دي.په مرڅله کې په پورتنيو موضوعګانو سربېره د ادارې د همکارانو په مټ د غزني او شاوخوا سيمو په هکله بېلابېل ګذارشونه او مرکې هم چاپ شوي دي.
له ټولو درنو ليکوالو او شاعرانو څخه په ډېر ادب هيله کېږي چې له موږ سره د مرڅلې مجلې په چلولو کې پوره مرسته وکړئ او په خپلو ښکليو ليکنو او مطلبونو سره مرڅله ښکلې کړئ. د مرڅلې مينه وال او درانه لوستونکي کولاى شي د مرڅلې د ترلاسه کولو، او مرڅلې ته دښکليو مضامينو د ورکولو لپاره په لاندي شمېره اړيکې ټينګې کړي.
Call and Sms:
0776420594
0774500098
0707672277
Email:
Mursala_gh@yahoo.com
aghairat@gmail.com
په خپلو مادي او مانيزو مرستو د مرڅلې له لاري په غزني کې د فرهنګي هڅو ملاتړ وکړئ!