کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څه ډول رسنۍ … ؟

څه ډول رسنۍ … ؟

رسنۍ تل په دې هڅه كې دي چې خلكو ته تازه او په زړه پورې مالومات ورورسوي او دغه رسنيزې چارې په نړۍ كله ډېر پخوا خو په هېواد كې خورا وروسته پېل شوې چې ايله اوس يي خواو شا اوه  كلنې بللاى شواو بلوغ ته نه دي رسېدلي اما درسنيو په توګه مطرح دي او رسنۍ بلل كيږي داجلا خبره ده چې دكميت او كيفيت ترمنځ يي څومره توپير دى او په كوم لوري روانې دي  خوكه په لنډو يي ووايو نو په ټوليزه او نړېواله بڼه د رسنيوموخه په ټولنه كې درامنځ ته كېدونكو بدلونونو او تغيراتو په چورلونه كې داخلاقي پازې تر سره كول دي  .
رسنيو په نړۍ كې دلويو توپانونو په رامنځ ته كېدا او دلويو توپانونوپه له منځه وړلو ديادولو وړ كردارونه تر سره كړي دي نړۍ ته يي فرعونان هم وربخښلي او نړۍ ته يي دفرعونانو څخه دژغورنې لاره هم په ګوته كړې ده ددې ډېرې بېلګې شته  چې دټولو يادول بۀ له موضوع څخه مونږ اوباسي ځكه مونږ په دې ليكنه كې اړيو ترڅو درسنيو په رول او نقش باندې داخلاقي پلوه نظر واچوو او يوه منځلارې پرتلنه وكړو .

معمولا په جنګ ځپلو ټولنو كې  پخواني اېښودل شوي بنسټونه نړيږي او په تيره په افغانستان كې چې څه وو هغه مو په خپلو سترګو وليدل چې دكلونو كلونو مستحكم بنسټونه داور او بارودو په لمبو كې په يوه شېبه كې لولپه شول  داخو دجګړې پايله او اغېز  دى چې پر رسنيو سربېره يي په نورو بنسټونو هم شوى دى
مونږ دنورو بنسټونو پرځاي يوازې درسنيو په برخه كې خپلې خبرې رانغاړو .
په افغانستان كې رسنۍ هم دهغو بنسټونو څخه شمېرل كيږي چې كه جګړې يي پخواني بنسټونه نه واي ړنګ كړي نودهاغه مهال بې سوره استعما ته په كتو سره اوسمهال دړنګولو وړ وو اوپر ځايي يي رسنيو ته رڼې لارې ټاكل پكار وو خو دا هرڅه اوس له سره نوى پېل ګڼل كيږي او چې كله هم ديوشي نوى پېل كيږي نو طرحه او انځور يي په ذهنونو كې له پخوا نه شتون لري دهغې په برابر پېل كيږي او يا يي له كوم بل ځاي څخه  راكاپي كوي .
مونږ چې د دومره پرېمانه رسنيو په ګرم بازار ور ننوتو نو هاغه مهال يې بايد په اړه   مخكې له مخكې ذهني انځور يا كاپي راسره وايي ځكه چې  دا دوه شيان نه درلودل كله كله دپرمختګ او پراختيا لاره اوږدوي .

پخوا رسنيو دشاهانو او دكتاتورانو يا ګوندي مشرانو او سياسي لوريو ته يوازې درواغجن تبليغات كول او دسرتېرو د هوډ دپياوړتيا په موخه ښكرور درواغ درسنيو مهم او مركزي كردار وو چې ددغه كردار ذهني انځور دومره تت او پيكه شوى دى چې له سره پرې نوې جوړښت ته لاره نه ده پاتې، يانې اوسنۍ نړۍ دمالوماتو دشريكولو دومره اسانه ساده او بسيطې لارې پيدا كړې چې نور نو رسنۍ دپخوا په څېر ټر په پر نشي پټولاى .
هغوۍ چې پرمختګ او پراختيا موندلې نو په ډېرو ستونزورو سغونو يي مزل كړى او داوږده واټن تر وهلو وروسته يې دخلكو دباور دترلاسه كولو وړتيا موندلې ده .
مونږ ددغه رسنيو دپرمختګ او پراختيا نندارې له ځانه سره په يوه مخه يوړو يوړو او له جرګو نيولې تر قوانينو مو رسنيو ته دپراختيا جواز وركړ او دلويديزې نړۍ څخه مو دكاپي كېدو ناكامه هڅه وكړه  دا كاپي ځكه نيمګړې وه چې مونږ يوازې پايله كاپي كړه او اوږد واټن  مو له پامه هېڅ رانغى .

دغې ناسمې كاپۍ دټولنې دپرمختګ او په شاتك ترمنځ په ارزونه كې خلك په يو دوه كې حيران كړي دي  دبېلګې په توګه په هېواد كې بيا رغونه څومره تر سره شوې  په اړه يي ټولې رسنۍ محتواګانې چاپوي او خپروي اما داچې دخلكو ترمنځ دتضاد په كمولو كې درسنيو رول څومره اغېزمن دى نو خبره بېرته صفر ته ځې او دخلكو ترمنځ د پاروونو لړۍ ،سپكاوي او دچټياتو خپراوي بالاخره دژبې قوم سيمې نژاد او نورو نورونومونو په وسيله دټوټه ټوټه افغانستان زخمونه د ګنډلو پرځاي لا پسې پاره پاره كېدو ته جوړ كړل كله كوچيان او هزاره ګان نښتې وي ، كله ترك تباران او ازبكان نښتې وي كله طالب او نور نور چې دې كار  ديوې ټولنيزې ناروغۍ بڼه خپله كړې ده

درسنيو ددغه ناخوالو په چرت كې تر ډوبېدو وروسته سړى دې پايلې ته رسي چې ستونزه بېلابېل ابعاد لري ، مثلا  ټولنه فقيره ده درسنيو تمويل كې ورسره خداي خدمتګاران ونډه اخلي (!)
يا هم داچې درسنيو پخوانۍ بڼه چې يوازې رنځ يي بللاى شو پراختيا ومونده نو دا هم دهېواد روغتيا او سلامتۍ ته ګواښ دى .

درسنيو څخه د موخې او هدف له پاره نه بلكې دسوداګريزې فابريكې په توګه كار واخېستل شو او قاچاقبرانو او دملي هويت سوداګرو هم دې لور ته مخه كړه  چې دا هم دمنلو وړ نه دى .

رسنۍ چا ونه پوهولې چې اخلاقي بريدونه او پولې هم بايد مراعات كړي خو دپراختيا اجازه يي وركړه .

دولت هم دنورو هېوادونو په څېر ناليدلې (غير مرئي)  پاليسي نه لري چې پكې د ملي ګټو او ملي شعايرو پوله او بريدونه په ګوته شوي وي او رسنيو ته يې وروښايي .

ددغه ابعادو په لرې كولو كې دولت هم هومره چې وړ ده خپل مسوليت نه دى ادا كړى او درسنيو يا دقلم په تړاوراټولو شويو ليكوالانو او ژورنالېستانو هم.

نړېوال هم په هېواد كې برګ اتڼ غواړي چې ګټه ترې واخلي سيمه نا امنه وښايي او اوبه خړې او ماهيان پكې ونيسي .

په دولت كې هم د وړتياو يا دظرفيتونو ښوونكي پخپله دظرفيت لوړېدو ته اړ دى نو رسنۍ به څه وي او په اړه بۀ يي پاليسي څوك جوړه كړي .
ليكوالان هم بهرنيو سفارتونو ته تګ راتګونه كوي او دخپل قلم عفت دنورو له شومو او هېواددښمنه ارادو نه ځاوري .
كله چې دپورته لوريو نه داتمه پرې شوي وي چې ګواكې څه روان دي بيا نو دغلته مانا داده چې عيني واقعيتونه درسنيو د پرمختګ پر خلاف څرخي او يوازې وجداني محكمه دغه مسله فيصله كوي چې دملي مسوليت له مخې او دبشري وجدان او افغاني احساس له مخې دې ستونزې ته حل مونده شي چې داد هر چا په مانوي لويوالي او سترتوب پورې اړه لري .
خو زه وايم چې كه څوك افغان وي او يو په سلو كې هم دانسانيت جوهر ولري هغه بايد خپل وجدان ته مراجعه وكړي او درسنيو درول او نقش په سمون او رغښت كې دې  خپله ونډه واخلي او لږ تر لږه خپل وجدان دې قانع كړي چې څه ډولو رسنۍ غواړي او په ټولنه كې يي څه روان دي . په دې توګه مو كه درسنيو داصلاح او سمون پړاو په برياليتوب سره تر سره كړ نو بيا دنړۍ سره دخپل انسانيت دقيمت په اړه هم پرېكنده او غوڅ دريځ درلودلاى شو دا هرڅه ممكن دي خو چې زمونږ هوډ نيمګړى نه وي.