کور / تازه خبرونه / طالبان: د ناټو نوى مشر د اسلام ستر دښمن دئ

طالبان: د ناټو نوى مشر د اسلام ستر دښمن دئ

 




د افغان حكومت پر ضد جنګېدونكي طالبان وايي د ناټو راتلونكى مشر د اسلام تر ټولو ستر دښمن دئ، چي دوى به يې د پوځيانو پر ضد خپل بريدونه نورهم ډېر كړي.
ناټو د رواني مياشتي په سر كي د ډنمارك صدراعظم اڼډريس فو رسموسن د ناټو د عمومي منشي په توګه وټاكئ، چي د جولاى په مياشت كي به په كار پيل وكړي.
طالبان وايي د ډنمارك ورځپاڼو دوه كاله دمخه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) كارټونونه خپاره كړي وه، چي په دې سره يې د اسلام ضد تګلاره له مخكي لا څرګنده كړې ده.
د تركيې ولسمشر هم دوې اونۍ وړاندي د ناټو په عمومي غونډه كي د رسموسن له ټاكني سره مخالفت څرګند كړ او ويې ويل چي د ده په ټاكلو سره به د نړۍ مسلمانان د ناټو پر سازمان د بې پرېتوب باور د لاسه وركړي.