د كورنيو چارو وزارت مقامات خبر وركوي چي د كندهار د ولايتي شورا د وكيلي ستارې اڅكزۍ د وژني په تور يې دوه كسه نيولي دي.
د كورنيو چارو له وزارت څخه خپره سوې اعلاميه وايي دغه كسان يې د كندهار په څلرمه ناحيه كي د هغې د قتل په تور نيولي چي د پوليسو له خوا تحقيقات ځني پيل سوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د ستارې اڅكزۍ د وژني مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي هغه د دوى د ملګرو له خوا په نښه سوه.
پنځوس كلنه ستاره اڅكزۍ د كندهار په يوه مشهوره سياسي، علمي او فرهنګي كورنۍ كي زېږېدلې وه، چي د رواني اونۍ په سر كي د اپرېل پر ۱۲ – مه د يكشنبې په ورځ خپل كور ته د تګ پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل سوه.
آغلې اڅكزۍ د كندهار د ولايتي شورا په نارينه او ښځينه وكيلانو كي يوازينۍ وكيله وه چي خپلي زدكړي يې د ليسانس تر كچي كړي وې.
آغلې اڅكزۍ د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه سوې وه، چي د كورنيو جنګو پر مهال په كاناډا او بيا په المان كي له خپل خاوند ډاكټر دروېزه اڅكزي سره اوسېده.
ستاره اڅكزۍ او خاوند يې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته افغانستان ته راغلل، چي خاوند يې د كندهار په پوهنتون كي استادي پيل كړه او دې خپل ځان د كندهار ولايتي شورا ته كانديد كړ.