کور / تازه خبرونه / ناټو: د افغانستان په ختيځ كي يې سرتېرى وژل سوى

ناټو: د افغانستان په ختيځ كي يې سرتېرى وژل سوى


د آيساف ځواكونو له خوا لر او بر ويبپاڼه ته لېږل سوې خبرپاڼه د دغه پوځ د يوه سرتېري د وژل كېدو خبر وركوي.
خبرپاڼه وايي دغه عسكر يې د چارشنبې په ورځ د افغانستان په يوه ختيځ ولايت كي په يوه چاودنه كي له منځه تللى دئ.
په خبرپاڼه كي د وژل سوي عسكر هويت او د پېښي اصلي ځاى پټ ساتلى سوى، خو په ختيځو ولايتونو كي اكثره بهرني عسكر امريكايان دي.